ترکیه اوقطر د امریکادبهرنی سیاست مشکل جوړشوي دي
مک میسټر دواړه هیوادونه په افراط پالنې تورن کړی او دامریکا د دښمنانو په لیکه کې ئې بللی او وئیلی ئې دی ، ترکیه اوقطر داخوان المسلمین غورځنګ اصلی ملاتړی دی او همدا لامل شوې له لویدیځ سره دترکیې اړیکې په دا ورستیو کلونو کې ترینګلی شی .
ایجیّټ ټوډې خبری سایټ راپورورکړی دامریکا دملی امنیت سلاکار مک مسټر وئیلی دی ، ترکیه او قطر ، چط دامریکا مهم متحدان وو، دم ګړۍ د دغه هیواد په بهرنی سیاست کې په خوراستر جنجال جوړونکی مشکل دبدلیدو په حال کې دی .
مک میسټر دواړه هیوادونه په افراط پالنې تورن کړی او دامریکا د دښمنانو په لیکه کې ئې بللی او وئیلی ئې دی ، ترکیه اوقطر داخوان المسلمین غورځنګ اصلی ملاتړی دی او همدا لامل شوې له لویدیځ سره دترکیې اړیکې په دا ورستیو کلونو کې ترینګلی شی .
مک مسټر له ترهه ګرۍ په ملاتړ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په تورنولو سره زیاته کړې ، ترکیې زیاتره مشکلات د اردوغان او د عدالت او پراختیا ګوند په خاطر دی .
قطر اوترکیه دامریکا دغه ډول ادعاګانې په کلکه ردوی .
د دوحې چارواکی ټینګار کوی دامریکا تورونه دهغه ائیتلاف په ملاتړ کې دی ، چې دعربستان په مشرۍ او د اماراتو ،مصر ،بحرین په ګډون سره د قطر په ضد جوړ شوی دی .
همداراز د ترکیې او امریکا اړیکې هم د ترکیې دحکومت له مخالفو کردانو دواشنګټن دپراخو ملاتړونو او هم په ترکیې کې د ۲۰۱۶کال په جولائی کې په ناکامې کودتا د تورنې ډلې مشر فتح ا..ګولن ته دپناه ورکولو په علت تر ډیره حده ترینګلی شوی دی .