دعراق په سنجارکې ستر ډله ایزقبروموندل شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61211-دعراق_په_سنجارکې_ستر_ډله_ایزقبروموندل_شو
دعراق پوځ اوامنیتی ځواک له دې مخکې هم په نینوا ولایت کې د داعشی ترهه ګرو له سپیره وجوده له پاکولو وروسته نور ډله ایز قبرونه هم کشف کړی وو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 14, 2017 12:22 Asia/Kabul
  • دعراق په سنجارکې ستر ډله ایزقبروموندل شو

دعراق پوځ اوامنیتی ځواک له دې مخکې هم په نینوا ولایت کې د داعشی ترهه ګرو له سپیره وجوده له پاکولو وروسته نور ډله ایز قبرونه هم کشف کړی وو .

 السومریه نیوز خبری  چینل راپور  ورکړی ، دعراق پوځی ځواک   د سنجار ایزدی ښار  سره نزدې  د هغو څه دپاسه څلور سوه مړو یو ډله ایزقبر کشف شوی  چې  داعشی تکفیری ترهه ګرو  پانسی کړی وو .

راپور ښئ    دعراق  دبشری حقوقو  اوروغتیائی چارو وزارتونود دغو مړو  دهویّت د معلومولو او پیژندلو لپاره   د ډی  این اې  ټسټ لپاره  د نمونو داخستو لپاره  سنجار ښار ته ځانګړی طبی ټیم  لیږی .

  دعراق پوځ اوامنیتی ځواک له دې مخکې هم  په نینوا  ولایت   کې   د داعشی ترهه ګرو  له سپیره وجوده  له پاکولو وروسته  نور ډله ایز قبرونه هم کشف کړی  وو .

  داپه داسې حال کې دی چې  تکفیری ترهه ګرو داعشیانو  کله چې خپل راتلونکی تورتم ولید،نو دترخپل نیواک لاندې سیمو کې ئې په ډله ایز ډول خلک پانسی کول او بیا به ئې  په کندو کې ښخول .