دیمن په ضد دعربستان خودساخته ائیتلاف او دپاکستان دپارلیمانی استازو نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61337-دیمن_په_ضد_دعربستان_خودساخته_ائیتلاف_او_دپاکستان_دپارلیمانی_استازو_نیوکې
په پاکستان کې سیاسی او ټولنیزې ټولنې په دې اند دی چې د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ن څانګه چې دعربستان له واکوالانو سره ډیرې ښې اوکورنۍ اړیکې لری ، یوازې پخپلو ګټو او له دغه هیواد سره دملګرتیاپه پراختیا پسې دی او دپاکستان د ولس غوښتنو او تمو ته هیڅ توجه نه لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 12:57 Asia/Kabul
  • دیمن په ضد دعربستان خودساخته  ائیتلاف او دپاکستان دپارلیمانی استازو نیوکې

په پاکستان کې سیاسی او ټولنیزې ټولنې په دې اند دی چې د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ن څانګه چې دعربستان له واکوالانو سره ډیرې ښې اوکورنۍ اړیکې لری ، یوازې پخپلو ګټو او له دغه هیواد سره دملګرتیاپه پراختیا پسې دی او دپاکستان د ولس غوښتنو او تمو ته هیڅ توجه نه لری.

 دیمن په ضد  دعربستان په جوړ شوی  پوځی ائیتلاف کې  داسلام آباد دحکومت  په ګډون  د دغه هیواد دپارلیمان  استازو سختې نیوکې کړی دی .

  دپاکستان دمشرانو جرګې  استازو فرحت ا...بابر ، جاوید عباسی  اومیرمن نسرین جلیل  د دغه هیواد پر خارجه وزیر  خواجه محمد آصف  غږ کړی ،  د یمن په ضد د عربستان  په خودساخته پوځی ائیتلاف  کې د پاکستان  دګډون   دڅرنګوالی  په باب  دپارلمیان  د استازو پوښتون ته دځواب وئیلو لپاره دې   توضیح ورکړی ..

 له دې مخکې د پاکستان پارلیمان   یعنی ولسی جرګې په یمن  د تیریګرو  په دغه ائیتلاف کې    دپاکستان  له ګډون او ملګرتیاسره په مخالفت کې دپاکستان له حکومته غوښتی  وو ،  له دغه پوځی ائیتلاف سره  دیوځای کیدا لپاره دې  دپارلیمانی استازو اعتماد ترلاسه کړی .

 دا په  داسې  حال  کې دی، چې  نه یوازې  حکومت  په دې اړه  کوم اقدام نه دی کړی ،بلکې  دپاکستان دپارلیمان استازی اندیښمن دی  چې داسلام اباد حکومت په پټه ،  دیمن په ضد دعربستان  له خودساخته پوځی ا ئیتلاف سره یو ځای  شوی وی . . 

 که څه  هم  په پیل کې  داسلام اباد حکومت دپاکستان دخلکو  په منفی غبرګونونو  د اندیښنې په دلیل  په ظاهره له دغه ائیتلاف سره له یوځای کیدا  ډډه کړې ، خو  اجازت ئې ورکړی ، څو د دغه هیواد دپوځ ریټایرډ شوی  عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف  دیمن په ضد دعربستان د خودساخته  پوځی ائیتلاف   قومانده په غاړه  واخلی ، چې  دپاکستان دسیاسی  ګوندونو ،خلکو اوحتی د دغه هیواد  دپوځ  دپخوانیو قوماندانانو  له پراخ اعتراض او مخالفت سره مخامخ  شو. اوس  دپاکستان حکومت،دپارلیمانی استازو  نظراتو ته  د بې پامۍ  په  دوام کې،له عربستان سره دملګرتیا دپراختیا لپاره   دیمن په جنګ کې  دګډون په لټه کې دی .  

 داپه  داسې حال کې دی چې  په پاکستان کې زیاتره کارپیژاند اوشناندی په دې اند دی،چې عربستان  په اسلامی نړۍ کې  دنفاق او نښتو په رامینځة کیدا پسې دی او داسلام اباد حکومت  باید  دآل سعود رژیم  د درز او تفرقې اچونکې لوبې  کې ځان ښکیل نه  کړی .

دپاکستان یوه پخوانی لومړی وزیر اوتکړه سیاستوال  ظفرا... جمالی  پخپلو یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ، سعودی عربستان  دعربو اوعجمو  او همداراز  دشیعه اوسنی مسلمانانو ترمینځّ  په جنګ جګړو رامینځةکولو پسې دی ، پر دې اساس  داسلام اباد حکومت باید په دې زمینې کې  داسلامی نړۍ داتحاد په ضد  د دغه هیواد د دسیسې په اجراکیدا کې  ملګرتیا ونه کړی.

 په پاکستان  کې سیاسی او ټولنیزې  ټولنې  په دې اند دی چې  د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ن څانګه  چې   دعربستان  له واکوالانو سره  ډیرې ښې اوکورنۍ اړیکې  لری ، یوازې   پخپلو  ګټو او له دغه هیواد سره  دملګرتیاپه پراختیا پسې دی  او  دپاکستان د  ولس  غوښتنو او تمو ته هیڅ توجه  نه لری. په تیره بیا  دپاکستان لیرې کړائ شوی او ټګ  لومړی وزیر  نواز شریف  هم  په ۱۹۹۹کال کې د جنرال پرویز مشرف  له کودتا وروسته   دآل سعود رژیم تر لسو کلونو پورې میلمه  ؤ. اوس چې  عربستان     دیمن  دبې ګناه عامو خلکو  په قتل عام کې په بوږنونکو  جنایتونو لاسونه ککړ شوی  او هماغه راز  هم دغو غیر انسانی جنایتونو ته دوام ورکوی ،  دپآکستان ولس په دې اند دی  چې  د دغه هیواد  حکومت او پوځ  باید  دسعودیانو په دغو جنایتونو کې  ورسره شریک نشی .

  همداراز  دماشومانو په چارو کې د ملګروملتو درسرمنشی  ځانګړې استازې میرمن لیلی رزوقی  هم وائی ،  هغه څه چې په یمن کې  ئې شاهدان یوو ، یوه غمیزه ده  او  په لکونو غیر پوځی  خلک  ئې د جنګ په خاطر درنده بیّه ورکوی  او  دسعودی عربستان دجنګی الوتکو په پرله پسې او بې آمانه حملو کې   دبې ګناه خلکو په تیره بیا د ماشومانو  وژله هماغه راز دوام لری .

  په هر حال  هغو مرستو ته په پآم سره چې  دپاکستان حکومت او پوځ ئې   له  عربستانه  ترلاسه کوی ، او  دیمن  په جنګ او د دغه هیواد  دخلکو په وژلو کې  د پاکستان  په ګډون  له اسلام اباد سره د دغو مرستو د دوام مشروط کول ، بې له شکه ، دپاکستان حکومت ،  دیمن  د مظلوم  ولس  په ضد دعربستان په خودساخته  پوځی  ائیتلاف کې د ګډون لپاره  د خپل هیواد  عمومی افکارو ته  دځواب وئیلو لپاره   له سختو شرائطو سره مخامخ کوی .