عربستان له امریکا د وسلو خورا ستر اخستونکی دی
دیمن جنګ ، په سورئې ،عراق ، بحرین او په نورو اسلامی هیوادونو کې له ترهه ګرو ډلو سره دمرستو دوام دسعودی عربستان د وسلو اړتیاوې لازیاتې کړی دی .
روئیټرز خبری آژانس راپوررورکړ دسټاکهم نړیوالې سولې دڅیړنیزې موسسې (سیپری ) دیوې اینفوګرافۍ په خپرولو سره په یوه تحلیل کې آل سعود رژیم د امریکا د وسلو د واردیدونکو هیوادونو په سر کې معرفی کړ.
دجرمنی په هانبرګ کې دیره د :سټاټیسټا: نومې د احصایو غونډوُنکی موسسې د دغې اینفوګرافپۍ په خپرولو او د سټاکهم دنړیوالې سولې د څیړنیز مرکز داحصایو وړاندې کونکی راپور په استناد سره لیکلی دی ، په تیرو لسو کلونو کې سعودی عربستان د اوه زره او څلور سوه نهه اویا میلیون ډالرو په ارزښت ، په نړۍ کې د وسلو صادرونکی هیواد په توګه له امریکا د وسلو واردونکی خورا ستر هیواد دی .
د دغه راپور په اساس متحده عربی امارات په شپږ زره او شپږسوه دوه اویا میلیون ډالرو،عراق په څلور زره او ۴۷میلیون ډ الرو او ترکیه هم په درې زره او څلور سوه څلورویشت میلیون ډالرو په د دغو احصایو په ورپسې لمبر کې دی .
دغه انفوګرافی ښئ چې صهونیسټ رژیم په دوه زره اته سوه درې میلیون ډالرو په ارزښت سره د وسلو د واردونکو د دغه لیسټ په څوارلسم لمبر کې راځی . دروان کال مئ په شلمه نیټه سعودی عربستان ته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سفر کې له ریاض سره دامریکایائی جنګی آوزارونو دخرڅلاؤ دتړونو ارزښت هم څه دپاسه یو سل لس میلیارډ ډالر ښودل شوی دی . راپورښئ دیمن جنګ ، په سورئې ،عراق ، بحرین او په نورو اسلامی هیوادونو کې له ترهه ګرو ډلو سره دمرستو دوام دسعودی عربستان د وسلو اړتیاوې لازیاتې کړی دی .