د اهل سنت ستردینی عالم له اسرائیلوسره اړیکې حرامې وبللې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61443-د_اهل_سنت_ستردینی_عالم_له_اسرائیلوسره_اړیکې_حرامې_وبللې
، هغه مساحت چې وهابیّت د محمد بن سعود اومحمد بن عبدالوهاب په پړاؤ کې دسعودی حکومت په ملګرتیا سره پرې مسلط شوی ،په دې دلیل وه چې عربستان د اسرائیلو جعلی رژیم له تاسیس سره موافقه وکړه او دا تاریخی موضوع په مستند شکل سره موجوده ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2017 01:15 Asia/Kabul
  • د اهل سنت ستردینی عالم  له اسرائیلوسره اړیکې حرامې وبللې

، هغه مساحت چې وهابیّت د محمد بن سعود اومحمد بن عبدالوهاب په پړاؤ کې دسعودی حکومت په ملګرتیا سره پرې مسلط شوی ،په دې دلیل وه چې عربستان د اسرائیلو جعلی رژیم له تاسیس سره موافقه وکړه او دا تاریخی موضوع په مستند شکل سره موجوده ده .

 رسا خبری  آژانس راپورورکړ  دلبنان د مقاومت د عالمانو دنړیوالې ټولنې عمومی منشی او د اهل سنت ستر دینی عالم شیخ ماهر حمود  له صهونیسټی رژیم سره د خپلو اړیکو د عادی کولو لپاره سعودی عربستان ته په خبرداری وکولو سره  ووئیل ،  له اسرائیلو سره  داړیکو  ټینګول حرام دی .

 شیخ ماهر حمود  ددې خبرې په کولو سره چې  دسعودی - اسرائیلی اړیکو بحث کومه نوی موضوع نه ده ، او د آل سعود حکومت د تاسیس وخت ته ګرځی ،  ټینګار وکړ؛  ډیری مورخان په دې اند د ی   ،داسرائیلو تاسیس  له دې وروسته ؤ چې  عربستان  ته په سیمې کې  یو مهم رول وسپارل شو .

 دلبنان داهل سنت دغه ستر دینی عالم زیاته کړې ،  هغه مساحت  چې  وهابیّت   د محمد بن سعود اومحمد بن عبدالوهاب  په پړاؤ کې  دسعودی حکومت په ملګرتیا سره پرې مسلط  شوی ،په دې دلیل وه  چې  عربستان د اسرائیلو جعلی رژیم  له تاسیس  سره موافقه وکړه او دا تاریخی موضوع  په مستند شکل سره موجوده  ده . 

  شیخ ماهر حمود  همداراز د آل سعود رژیم په لاسونو دیمن دبې ګناه خلکو  دعامې وژلې په محکوم کولو سره   ووئیل عربستان  حق نه لری ودیمن خلک قتل عام کړی او هغه ټول اقدامات چې  د دغه هیواد دمظلومولس په ضد کیږی ، ستر جنایت اوجرم دی .  شیخ  حمود روښانه کړې ،که  په لبنان ، فلسطین او ځینو اسلامی هیوادونو کې  دمقاومت جبهه او دینی عالمان  نه وائ ،نو داسلام به هیڅ نامه پاتې شوی نه وه .