د ټرمپ وروستۍفیصلې په سیمې کې د امریکاپرماتود برغولی کیښودل دی
امریکا دمیلیارډونو ډالرو په ارزښت په آل سعود رژیم وسلې خرڅوی څو په سیمې کې دجنګ لمبې هماغه راز پورته شی او یمن دبمبارۍ په اوور کې وسوزی ، خو یو هیواد هم پرې اعتراض نه کوی .
زمونږخبریال راپورراکړ د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا... امامی کاشانی نن دخبلو خطبو په دوام کې یمن ته دایران داسلامی جمهوریت دتوغندوی مرستو په باب دامریکا ادعا بې اساسه بللې او روښانه ئې کړې ، په یمن کې دتوغندی جوړل دکارپیژاندو په وینا، دایران کار نه دی ، یمن ته له اایرانه د توغندیو منتقلولو هیڅ نښې نښانې اوامکان نشته .
هغه ټینګار کړی ،امریکا دمیلیارډونو ډالرو په ارزښت په آل سعود رژیم وسلې خرڅوی څو په سیمې کې دجنګ لمبې هماغه راز پورته شی او یمن دبمبارۍ په اوور کې وسوزی ، خو یو هیواد هم پرې اعتراض نه کوی .
آیت ا...امامی کاشانی ووئیل ، دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایرانی ضداقداماتو موخه ، په سیمې کې د دغه هیواد پر ماتو دبرغولی کیښودل دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ددې خبرې په کولو سره چې ډونالډ ټرمپ دامریکا ملت خوار او ذلیل کړی دی ، ووئیل ، نیواکی قدس ته له تل ابیبه دامریکا دسفارت منتقلولو فیصلې اجرا هیڅ امکان نه لری .
هغه زیاته کړې امریکا تل اسلام ضد عمل کوی اود داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په راپنځولو کې له سعودی عربستان سره د دغه هیواد همتړون او ملګری کیدا ، داسلام ددښمنانو د دسیسو دماتې لامل شوه .