په یمن د سعودي تیري ګرو حملې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i61827-په_یمن_د_سعودي_تیري_ګرو_حملې_روانې_دي
  د یمن په پلازمنیه صنعا او  په لویدیځ کې په الحدیده  ولایتونو د سعودي تیري ګرو جنګي الوتکو په حملو کې پینځه ملکي کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2017 16:58 Asia/Kabul
  • په یمن د سعودي تیري ګرو حملې روانې دي

  د یمن په پلازمنیه صنعا او  په لویدیځ کې په الحدیده  ولایتونو د سعودي تیري ګرو جنګي الوتکو په حملو کې پینځه ملکي کسان ووژل شول.

 

زمونږ د خبریال د راپور له مخې یوې ځایی سرچینې نن وویل: د سعودي الوتکو لخوا د الحدیده ولایت په بیت القیه ښار کې ابجاج ساحل ته نزدې  په یو ټرک د حملې له امله  درې ملکي کسان ووژل شول.

دغه سرچینه زیاتوي سعودي جنګي الوتکو همداراز دوه ځله د الحدیده هوایی ډګر  او دوه ځله   د دغه ښار په الحالي سیمه کې د خوړو ګودامونه بمباري کړل چې له امله یې  ډير تاوانونه واوښتل.

 په عین حال کې د صنعا ولایت د سنحان ښار  په ګڼه ګوڼه سیمه الوحده  کې په یو کور او په دغه ولایت کې د ارحب سیمې د قبیلې په کسانو چې د تیري ګرو په خلاف یې غونډه کړې وه ، د سعودي رژیم د الوتکو له خوا هوایي بمباري وشوه  چې له امله یې  دوه ملکي کسان مړه او  یو شمیر ژوبل شول.

پوځي سرچینو ټینګار وکړ چې  په الجوف ، صعده، مارب عمران او حجه ولایتونو  کې په مختلفو سیمو او په الربوعه ښار څو څو ځله د سعودي تیر ګر رژیم د الوتکو بریدونه شوې دي.

 عربستان د امریکا اماراتو او څو نورو هیوادونو په  مرسته له ۲۰۱۵ کاله  په یمن حملې او د دغه هیواد هوایی، ځمکنۍ او سمندري کلابندي پیل کړې ده .

  په یمن کې د عربستان او امریکا په جنګو غوښتنو کې تر اوسه په زرګونو کسان مړه او  په لسګونو زره ژوبل او په لکونو کډوال شوې دي.