دیمن په لویدیځ کې دعربستان یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوې
په همداوروستیو څو ورځو کې د یمن پوځ او دانصار ا.... ولسی غورځنګ مبارزو کمیټیو په کرتو په سرحدی سیمو کې د سعودیانو اودهغوی د تالی څټو پر مورچلو او پوځی مرکزونو سختې حملې کړی دی .
فارس خبری آژانس دالمسیره ټیلیویژنی چینل له قوله راپور راکړ دیمن هوائی ځواک دیمن په شمال لویدیځ حرض سرحدی ښار کې دسعودی عرب په مشرۍ د امریکا عربانو تش په نامه ائیتلاف یوه جاسوسی ډورن الوتکه په توغندی ویشتی او نسکوره ئې کړې ده .
راپورښئ د یمن هوائی ځواک داکتوبر به لومړۍ نیټه هم د پلازمنیې صنعاء د الدیلمی پوځی مرکز دپاسه د الوت په وخت ، ا یم کیو ۹ ډوله بې پیلوټه الوتکه چې د سعودی په مشرۍ د دغه ائیتلاف اړونده او امریکائی الوتکه وه ، نسکوره کړې وه .
له بلې خوا نن هم د سعودی عربستان جنګی الوتکو د یمن په لویدیځ کې په الحدیده ولایت کې په الخوجه برخې سخته بمباری کړی چې یو شمیر بې ګناه عام کسان ئې په وینو کې لیت پیت کړی دی .
یوبل خبر دا چې د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ دسیاسی دفتر یو مسئول مقام ضیف ا.... الشامی له آل سعود رژیم سره دمقابلې لپاره دملی وحدت دپیاوړتیا په ضرورت په ټینګار سره وئیلی دی ، د دغه غورځنګ قدرت دتیریګرو دادعاګانو په اپوټه دیمن د ولس له بطنه راپورته شوی دی .
په همداوروستیو څو ورځو کې د یمن پوځ او دانصار ا.... ولسی غورځنګ مبارزو کمیټیو په کرتو په سرحدی سیمو کې د سعودیانو اودهغوی د تالی څټو پر مورچلو او پوځی مرکزونو سختې حملې کړی دی .