د عراق په شمال کښې یوولس ترک پوځیان وژل شوي دي
ترکیې د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کښې له ترهګرو سره د مقابلې په پلمه خپل سلګونه پوځي ځواکونه په غیرقانوني توګه د عراق په شمال کښې دیره کړي دي.
د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند (پي، کی، کی) ته نزدې سرچینو د عراق د دهوک ولسوالۍ په شمال کښې په یوې پوځي اډې باندې په حمله کښې د یولسو ترک پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
مهر خبري آژانس لیکلي چې دغو سرچینو ویلي دي، د ترکیې تقریباً یولس پوځیان د عراق د دهوک ولایت د شمال په کاني ماسي سرحدي سیمه کښې د دغه هیواد په یوې پوځي اډې باندې په حمله کښې وژل شوي او اوه نور زخمي شوي دي.
په دې حمله کښې همداشان د ترک پوځیانو یو ټانک هم ویجاړ شوی دی.
د عراق حکومت او چارواکو په ځلونو له ترکیې غوښتي دي چې خپل ځواکونه له عراقه وباسي خو ترک مسئولان د عراقي حکومت غوښتنې ته په بې پامۍ سره همهغه شان له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په دغه هیواد کښې د خپلو پوځیانو په شتون او زیاتولو ټینګار لري.
ترکیې د ۲۰۱۵ کال په وروستیو کښې له ترهګرو سره د مقابلې په پلمه خپل سلګونه پوځي ځواکونه په غیرقانوني توګه د عراق په شمال کښې دیره کړي دي.