په امریکا کې دې دعربانو سفارتونه وتړل شی
دلبنان دپارلیمان مشر دقدس ضد امریکائی اقدام دمحکومیّت په وړاندې دعربو هیوادونو دریځونه ناکافی وبلل او زیاته ئې کړه ، دقدس په ضد دامریکا د ولسمشر فیصله او د دغه ښار د تاریخ او سیاست او قانون باندې تیری او هم دصهونیسټانو پر جنایت او نیواکګریو د سرپوښ د کیښودلو په معنا دی .
رسا خبری آژانس راپور ورکړی ، دلبنان دپارلیمان مشر نبی بری په یوه پیغام کې داسلامی امت له خوا د قدس شریف پر آزادۍ او د دغه سپیڅلی ښار رواوالی ته د ګوزار ورکولو لپاره د امریکا په ناکامۍ په ټینګار سره وئیلی دی ، ټول عربی هیوادونه باید په یوخوله او یوه موټی اقدام کې او د فلسطین دملت دملګرتیا په چوکاټ کې په امریکا کې خپل سفارتونه چټی کړ ی .
دلبنان دپارلیمان مشر دقدس ضد امریکائی اقدام دمحکومیّت په وړاندې دعربو هیوادونو دریځونه ناکافی وبلل او زیاته ئې کړه ، دقدس په ضد دامریکا د ولسمشر فیصله او د دغه ښار د تاریخ او سیاست او قانون باندې تیری او هم دصهونیسټانو پر جنایت او نیواکګریو د سرپوښ د کیښودلو په معنا دی .
نبی بری دفلسطین دملت اتل وال غورځنګ په شهیدانو ، ټپیانو او اسرانو چې د قدس اوفلسطین موضوع ئې ژوندۍ ساتلې ده سلام او درود استولی او وئیلی ئې دی ، دقدس په پلازمینې دفلسطین دحکومت دجوړیدا او بیرته د ستنیدو دحق په ضد دټولو دسیسو دناکامیدا په سیوری کې د فلسطین د ملت مقاومت او مبارزې ډلې ، دهغو موافقو اوتړونونو په وړاندې چې نورو هیوادونو ته دفلسطینیانو دجلاوطن کولو او دښارګوټو دپراختیا په لټه کې دی ، په قدرت سره دریدلی دی .