سعودی عربستان یولس نورشاهزادګان ونیول
-
سعودي عربستان اوس دخپل هیواد دخلکو لپاره پیټرول ، بریښنا، اوبه او خوراکي شیان هم ډیر ګران کړي .
زمونږخبریال وایی د سعودی عربستان دیکتاتور رژیم ددغه هیواد یولس(۱۱) نور شاهزادګان داعتراض کولو په خاطر ونیول .
د سعودی عربستان حکومت حکم ورکړی چې شاهزادګان هم باید د بریښنا او د اوبود استعمالولوپیسې ورکړې خو یولسو(۱۱)شاهزادګانو په دغه خبرې اعتراض وکړ او حکومت هغه ونیول .
دسعودی عربستان اعتراض کونکو شاهزادګانو دغه راز دیوه(۱) خپل پرضد د حکم د صادرولوپه خاطر د ګرمې د ورکولو غوښتنه هم وکړه .
په سعودی عربستان کښې ال سعود دیکتاتور رژیم ډیر شاهزادګان نیولی دی چې له هغوې په میلیارډونو ډالره واخلی ځکه چې دغه هیواد اوس په یمن ، عراق ، سوریې او نوروهیوادونو کښې د جنګونو درامینځته کولو او دترهګرو ډلودملاتړ په وجه ډیر پوروړی شوی دی او پیسوته ضرورت لری .
سعودی عربستان اوس دخپل هیواد دخلکو لپاره پیټرول ، بریښنا، اوبه او خوراکی شیان هم ډیر ګران کړی چې دخلکو ژوند یې خراب کړی دی .