آل سعود رژیم له څومیاشتوراهسې یوبل دینی عالم هم نیولی
د ۲۰۱۶کال په پای کې د بشری حقوقو د شورا دغړی په توګه د سعودی عربستان له ټاکل کیدو سره سره ، البته آل سعود رژیم ، دبشری حقوقو په مدافعانو باندې ظلم اوکړاؤ او دغه راز دمدنی فعالانو نیولو ته هماغه راز دوام ورکړی دی .
زمونږخبریال راپورراکړ د بشری حقوقو ادارې نن په یوه راپور کې وئیلی دی ، دعربستان امنیتی ځواک له څلورو میاشتو راهسې نامتو دینی عالم سلمان العوده له کومو تورونو پرته نیولی او له هماغه وخته ئې تر دې دمه دبرخلیک په باب کوم معلومات نشته .
دسعودی عربستان چارواکی مدعی شوی دی ، العوده په خپلو فعالیتونو سره د سعودی عربستان امنیت له خطرې سره مخامخ کړی دی .
په عین حال کې دعرستان د دغه روحانی کورنۍ غړی هم وائی دهغه نیولل کیدا دهغه مطلب نتیجه ده چې هغه پخبل ټولنیز چینل کې دقطر په باب لیکلی دی .
فرانس پریس آژانس هم راپور ورکړی ، دبشری حقوقو ددفاعی ادارې د بیانیې په اساس ، سلمان العوده چې نه پرې کوم تور شته او نه هم حتی پلټل شوی دی ، دم ګړۍ په انفرادی سیل کې ساتل کیږی .
دبشری حقوقو دفاع کونکی ادارې له دې مخکې هم وئیلی وو چې څه دپاسه شپیته دینی عالمان ،لیکوالان ، خبریالان ، او مدنی فعالان ، له تیر ستمبر میاشت راهسې په سعودی عربستان کې نیول شوی دی .