امریکا، انګلستان او فرانسه دې نور په عربستان وسلې نه خرڅوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62919-امریکا_انګلستان_او_فرانسه_دې_نور_په_عربستان_وسلې_نه_خرڅوي
د بشري حقوقو د څار اجرایی مدیر  پرون  له امریکا او برتانیې او فرانسې وغوښتل سعودیانو ته د وسلو خرڅول بند کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2018 02:46 Asia/Kabul
  • امریکا، انګلستان او فرانسه دې نور په عربستان وسلې نه خرڅوي

د بشري حقوقو د څار اجرایی مدیر  پرون  له امریکا او برتانیې او فرانسې وغوښتل سعودیانو ته د وسلو خرڅول بند کړي.

 

د مهر خبري اژانس د راپور له مخې کنت راث په خپله ټوییټ کې ولیکل: اوس وخت رسیدلی چې امریکا برتانیه او فرانسه  په سعودیانو د وسلو خرڅول بند کړي  ځکه چې له دغو وسلو د یمن په خلکو د بمبارس او د دغه هیواد د ملکي کسانو د وږې ساتلو لپاره استفاده کیږي.  دنړۍ د فرهنګي سیاسي او پوهنتوني ټولنو د یو انجمن ۲۵۰ غړیو هم  په دا وروستیو کې د امریکا ولسمشر، د فرانسې ولسشمر او د برتانیې لومړۍ وزیرې ته په جلا جلا لیکونو کې  ټینګار کړی و چې  دا زر ورځې کیږي چې یمن د داسې جنګ قرباني شوی چې دغه هیواد یې دم ګړۍ د نړۍ تر ټولو بدې انساني غمیزې ته نزدې کړی دی.  برتانیه امریکا او فرانسه ، عربستان ته د وسلو ورکولو درې اصلي هیوادونه دي.

  په دغه لیک کې  چې عنوان  یې و، زر ورځې جنګ ، یمن نور منتظر نه شي پاتې کیدی د یمن صبر تمام شوی،  او دا لیک د فرانسې په لومونډ ورځپاڼې کې هم چاپ شوی د دغه دریو هیوادونو له مشرانو وغوښتل چې د عربستان وسله وال ملاتړ پای ته ورسوي.

عربستان د امریکا فرانسې او برتانیې په مرسته د ۲۰۱۵ کال له مارچه  په یمن پوځي یرغل او د دغه هیواد ځمکنۍ هوایی او سمندري محاصره پیل کړه .  په یمن د عربستان دجنګ تپلو تر اوسه په دغه هیواد کې په لسګونو زره کسان مړه او ژوبل کړې، په لیکونو کډوال او له سختو خوراکي او درملیزو کمښتونو سره مخامخ دي.