دسیمې حالات لازیات په ترینګلتیا دی
دفارس خلیج ملګرتیا شورا،له قطر سره د سعودی عربستان ،بحرین ،مصر اومتحده عربی اماراتو دسیاسی اړیکو په غوڅیدا پسې له بحران سره لاس اوګریوان شوې او تراوسه پورې د دغې شخړې دحل لپاره هلې ځلې بې نتیجې پاتې دی .
العالم ټیلیویژنی چینل دعربی سرچینو له قوله راپورورکړی ، دکویت امیر شیخ صباح الاحمد الصباح چې نن ئې په کویت کې دعربی پارلیمانونو دمشرانو دیولسم کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې وینا کوله ، دسیمې ترینګلو حالاتو ته په اشارې سره ووئیل ، په بیلابیلو زمینو کې د فارس خلیج د څنډې عربو هیوادونو دملګرتیا ضرورت د ورځې اړتیا ته او پارلیمانونه هم دروند مسئولیّتونه لری .
دکویت امیر دې ته په ا شارې سره چې دغه شان غونډې اولیدکاته د فارس خلیج د څنډې عربو هیوادونو دګډ اقدام د بهیر د دفاع په معنا دی او په ګډه اقدام،دفارس خلیج دملګرتیا شورادپرمختګ له خنډونوسره دمقابلې یوازینۍلاره ده،روښانه کړې،مونږ دفارس خلیج دملګرتیا په شورا کې رامینځةشوی بحران ته د تیر شوی بحران په توګه ګورو.
داپه داسې حال کې دی چې د په کویت کې د فارس خلیج دملګرتیا شورا دمشرانو تیره غونډه له قطر سره په ارتباط کې درامینځةشوی بحران په دلیل یوازې د قطر د امیر او دکویت دامیر په شتون سره ترسره شوه او نورو هیوادونو پکې په ټیټه سویه ګډون درلود.