دسیمې حالات لازیات په ترینګلتیا دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62973-دسیمې_حالات_لازیات_په_ترینګلتیا_دی
دفارس خلیج ملګرتیا شورا،له قطر سره د سعودی عربستان ،بحرین ،مصر اومتحده عربی اماراتو دسیاسی اړیکو په غوڅیدا پسې له بحران سره لاس اوګریوان شوې او تراوسه پورې د دغې شخړې دحل لپاره هلې ځلې بې نتیجې پاتې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2018 16:12 Asia/Kabul
  • دسیمې حالات لازیات په ترینګلتیا دی

دفارس خلیج ملګرتیا شورا،له قطر سره د سعودی عربستان ،بحرین ،مصر اومتحده عربی اماراتو دسیاسی اړیکو په غوڅیدا پسې له بحران سره لاس اوګریوان شوې او تراوسه پورې د دغې شخړې دحل لپاره هلې ځلې بې نتیجې پاتې دی .

العالم ټیلیویژنی چینل  دعربی  سرچینو له قوله راپورورکړی ، دکویت امیر  شیخ صباح الاحمد الصباح  چې نن ئې  په کویت کې  دعربی پارلیمانونو دمشرانو   دیولسم کنفرانس په پرانیستونکو دستورو کې   وینا کوله ، دسیمې ترینګلو حالاتو ته په اشارې سره ووئیل ، په بیلابیلو زمینو کې د فارس خلیج  د څنډې عربو هیوادونو دملګرتیا ضرورت د ورځې اړتیا ته  او   پارلیمانونه  هم دروند مسئولیّتونه لری .

 دکویت امیر دې ته په ا شارې سره چې دغه شان غونډې اولیدکاته د فارس خلیج د څنډې  عربو هیوادونو  دګډ اقدام د بهیر  د دفاع په معنا دی  او  په ګډه اقدام،دفارس خلیج دملګرتیا شورادپرمختګ له خنډونوسره دمقابلې یوازینۍلاره ده،روښانه کړې،مونږ               دفارس خلیج  دملګرتیا  په شورا کې  رامینځةشوی  بحران ته  د تیر شوی بحران په توګه  ګورو.

 داپه داسې حال کې دی چې  د په کویت کې د فارس خلیج  دملګرتیا شورا دمشرانو تیره غونډه  له قطر سره   په ارتباط کې درامینځةشوی  بحران  په دلیل  یوازې د قطر د امیر  او دکویت دامیر په شتون سره  ترسره شوه او  نورو هیوادونو پکې په ټیټه سویه ګډون درلود.