نیول شوی سعودی شاهزادګان او چارواکی جېل ته منتقل کړې شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i62989-نیول_شوی_سعودی_شاهزادګان_او_چارواکی_جېل_ته_منتقل_کړې_شول
العربی الجدید ورځپاڼې ولیکل: د سعودی شپېتۀ تنه پخوانی چارواکی او شاهزادګان چې په ریټز کارلېټون هوټل کښې نظر بند وو د سعودی الحائر جېل ته منتقل کړې شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2018 02:23 Asia/Kabul
  • نیول شوی سعودی شاهزادګان او چارواکی جېل ته منتقل کړې شول

العربی الجدید ورځپاڼې ولیکل: د سعودی شپېتۀ تنه پخوانی چارواکی او شاهزادګان چې په ریټز کارلېټون هوټل کښې نظر بند وو د سعودی الحائر جېل ته منتقل کړې شول.

د لندن چاپ العربی الجدید ورځپاڼې خبری سائیټ د باخبرو سعودی سرچینو په نقل سره وویل: د نیول شویو کسانو ترمېنځ تر ټولو مهم کسان، شاهزاده ولید بن طلال ، ترکی بن عبدا... او د سعودی یو شمېر پخوانی چاراکی دی چې له سعودی حکومت سره یې د مالی حساب کتاب پاکول نه دی منلی.

د العربی الجدید د لیکنې له مخې ولید بن طلال له هغو شخصیتونو څخه دے چې د سعودی له ولیعهد محمدبن سلمان سره د مالی حساب پاکولو ته یې غاړه نه ده اېښودې او د خپلو انډیوالانو په شتون سره د خپلې نړیوالې محاکمې غوښتونکے شوے دےاو په دې لړ کښې یې محمد بن سلمان په تنګسه کښې راوستے دے.

سعودی چارواکو د تېر خالی په ورځ هم یولس تنه معترض شاهزادګان چې باچائی ماڼۍ ته ننوتلی وو او په نیونو یې اعتراض کوۀ ونیول شول او ویل کیږی چې د محاکمې لپاره الحائر جېل ته لېږل شول.

د لبنان العهد خبری سائیټ وویلة د متناقضو خبرونو له مخې درې تنه سعودی شاهزادګان او د الحائر جېل اوه تنه ساتونکی په ریاض کښې په وسله والو نښتو کښې ووژل شول.