د سعودی عربستان درې نور شاهزادګان وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63005-د_سعودی_عربستان_درې_نور_شاهزادګان_وژل_شوی
زمونږ خبریال وایی الحائر زندان ته د سعودی عربستان دنیول شویو شاهزادګانو او چارواکو د انتقالولو په وخت په وسله والې نښتې کښې ددریو(3) شاهزادګانو په شمول لس(۱۰) کسان وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2018 08:59 Asia/Kabul
  • دعربستان ولیعهد څه موده مخکې له فساد سره دمبارزې په پلمه  دهیواد ډیر مهم شاهزادګان نیولي دي چې له هغوې پیسې واخلي .
    دعربستان ولیعهد څه موده مخکې له فساد سره دمبارزې په پلمه دهیواد ډیر مهم شاهزادګان نیولي دي چې له هغوې پیسې واخلي .

زمونږ خبریال وایی الحائر زندان ته د سعودی عربستان دنیول شویو شاهزادګانو او چارواکو د انتقالولو په وخت په وسله والې نښتې کښې ددریو(3) شاهزادګانو په شمول لس(۱۰) کسان وژل شوی دی .

 د سعودی عربستان شپیته(۶۰) شاهزادګان چې ډیر شتمن کس شاهزاده ولید بن طلال ، د ریاض پخوانی امیر ترکی بن عبدالله او د هیواد یوشمیر پخوانی چارواکی پکښې شامل دی   له حکومت سره د مالی حساب کتاب له منلو ډډه کړی ده الحائر زندان ته منتقل شوی دی .

ویل کیږی د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې په الحائر زندان کښې په وسله والې نښتې کښې درې(۳) شاهزادګان او د بند اوه (۷)ساتونکی ووژل شول .

الحائر زندان ته تلونکی لارې تړل شوی او ګڼ شمیر امنیتی ځواکونه او پولیس په ریاض ښار کښې ګزمې کوی .

د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه هم د سعودی عربستان د باچا سلمان بن عبدالعزیز په وروستیو فیصلو یولس(۱۱) اعتراض کونکی شاهزادګان  نیول شوی او الحائر زندان ته انتقال کړې شوی  وو .

د سعودی عربستان دفاع وزیر او ولیعهد محمد بن سلمان واک ته له رسیدا وورسته د شاهزادګانو د امتیازونو دکمیدا هڅه کوی او دهغوې  دنفوذ په کمولو سره خپل سیالان له مینځه وړي .

دعربستان ولیعهد څه موده مخکې له فساد سره دمبارزې په پلمه  دهیواد ډیر مهم شاهزادګان نیولی دی چې له هغوې پیسې واخلی ځکه چې دغه هیواد اوس پوروړی شوی دی او پیسو ته سخت ضرورت لری .