په یمن دسعودی عربستان یرغل په نړۍکې خورا ستررسواکونکی جنګ دی
کابرس زیاته کړې ، اروپائی هیوادونه او هم امریکا د یمن د بې سوکه او مظلوم ولس په ضد په جنګ کې د سعودی عربستان وسلې اومهمات تامینوی .
د اروپا یو نامتو سیاسی شناندی او کارپوه پینو کابرس زمونږخبریال سره په خبرو کې ووئیل په یمن د سعودی عربستان حمله د دنیا یو خورا ستر رسواکونکی جنګ دی ،ځکه د دغه هیواد دخلکو په ضد له تر ټولو بې رحمه وسلو استفاده کیږی او په بې خرته بمباریو سره د یمن د مظلوم اوبې دفاع خلکو کړاؤنه زیاتیږی .
کابرس زیاته کړې ، اروپائی هیوادونه او هم امریکا د یمن د بې سوکه او مظلوم ولس په ضد په جنګ کې د سعودی عربستان وسلې اومهمات تامینوی .
امریکا بریتانیا ،فرانسه او جرمنی سعودی عربستان ته د وسلو خورا ستر صادرونکی هیوادونه دی . د ۲۰۱۵کال په مارچ کې په یمن د سعودی عربستان دحملو له هماغه پیل راهسې بریتانیا هم په سعودی ته د د درې میلیارډ او درې سوه میلیون پونډو په ارزښت د وسلو دخرڅولو مجوز صادر کړی دی .