په یمن دسعودی عربستان یرغل په نړۍکې خورا ستررسواکونکی جنګ دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63329-په_یمن_دسعودی_عربستان_یرغل_په_نړۍکې_خورا_ستررسواکونکی_جنګ_دی
کابرس زیاته کړې ، اروپائی هیوادونه او هم امریکا د یمن د بې سوکه او مظلوم ولس په ضد په جنګ کې د سعودی عربستان وسلې اومهمات تامینوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 13, 2018 14:52 Asia/Kabul
  • په یمن دسعودی عربستان یرغل په نړۍکې خورا ستررسواکونکی جنګ دی

کابرس زیاته کړې ، اروپائی هیوادونه او هم امریکا د یمن د بې سوکه او مظلوم ولس په ضد په جنګ کې د سعودی عربستان وسلې اومهمات تامینوی .

د اروپا یو نامتو سیاسی  شناندی او کارپوه  پینو کابرس  زمونږخبریال سره په خبرو کې  ووئیل په یمن د سعودی عربستان حمله  د دنیا یو خورا ستر رسواکونکی جنګ دی ،ځکه   د دغه هیواد  دخلکو په ضد  له تر ټولو بې رحمه وسلو  استفاده کیږی او په بې خرته بمباریو  سره  د  یمن د مظلوم اوبې دفاع  خلکو  کړاؤنه  زیاتیږی .

کابرس  زیاته کړې ، اروپائی هیوادونه او  هم امریکا  د یمن   د بې سوکه او  مظلوم ولس په ضد  په جنګ کې د سعودی عربستان   وسلې اومهمات  تامینوی .

 امریکا بریتانیا ،فرانسه او جرمنی   سعودی عربستان ته د وسلو خورا ستر صادرونکی   هیوادونه دی .  د ۲۰۱۵کال په مارچ کې  په یمن  د سعودی عربستان  دحملو   له هماغه پیل راهسې بریتانیا هم  په سعودی  ته د  د درې میلیارډ  او درې سوه میلیون  پونډو په ارزښت د وسلو  دخرڅولو مجوز صادر کړی دی .