آل سعود رژیم دپنځه زره یمن والو ماشومانو قاتل دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63381-آل_سعود_رژیم_دپنځه_زره_یمن_والو_ماشومانو_قاتل_دی
دملګروملتو په یوه وروستی راپور کې وئیل شوی دی ، دیمن د یولس میلیونو ماشومانو پشمول د دغه هیواد شل میلیون نفوس دانسان دوستۍ سملاسی مرستو ته اړتیا لری او د دغه هیواد بحران په نړۍ کې خورا ستره انسانی غمیزه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 14, 2018 10:53 Asia/Kabul
  •   آل سعود رژیم دپنځه زره یمن والو ماشومانو قاتل دی

دملګروملتو په یوه وروستی راپور کې وئیل شوی دی ، دیمن د یولس میلیونو ماشومانو پشمول د دغه هیواد شل میلیون نفوس دانسان دوستۍ سملاسی مرستو ته اړتیا لری او د دغه هیواد بحران په نړۍ کې خورا ستره انسانی غمیزه ده .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ د ملګروملتو دیونیسف  ادارې د شمالی افریقا او مینځنی ختیځ  برخو عمومی مدیر  ګرت کاپلاره  چې  داردن په پلازمینې امان کې ئې په یولړ دستورو کې وینا کوله  روښانه کړې ،   په  یمن کې هره  ورځ  د جنګ له امله  د لوږې او مرموزو ناروغیو له امله  څه دپاسه یو سل دیر ش یمنی ماشومان   خپل ژوند له لاسه ورکوی . 

 هغه په عین حال کې وئیلی دی ، دیمن جنګ  چې   لومړنی قربانیان ئې  ماشومان دی ، تر دې دمه   په دغه جنګ کې د آل سعود رژیم  په جنایتونو کې کابو پنځه زره ماشومان قربانی شوی دی .

 دماشومانو د ژغورنې  موسسې هم په  همداوروستیو کې  وئیلی دی ، د آل سعود رژیم په لاس  دیمن  کلابندۍ   دوام به   په جنګ کې د  دیمن دقربانیان شمیر چې زیاتره ئې  ماشومان دی نوره هم زیات کړی .

دملګروملتو په یوه وروستی راپور کې وئیل شوی دی ، دیمن  د یولس میلیونو ماشومانو پشمول  د دغه هیواد شل میلیون نفوس  دانسان دوستۍ سملاسی مرستو ته اړتیا لری او  د دغه هیواد  بحران  په نړۍ کې  خورا ستره انسانی غمیزه ده .

  دخوړو دنړیوال پروګرام  ،یونیسف او دروغتیا نړیوالې ادارې  د  ګډې اعلامیې په اساس، دیمن  یو لک پنځوس  زره هغه  ماشومان  له ناوړه خواړو سره لاس اوګریوان دی   چې  تر راتلونکی میاشت پورې ئې قربانی کیدا  له تمو لیرې نه ده .

سعودی عربستان دامریکا، انګلستان او صهونیسټ رژیم په بې خرته  مرستو سره  د ۲۰۱۵کال له مارچ راهسې  په یمن حمله کړې او له دغې حملې سره په یووخت ئې  دغه بې وزله  عربی هیواد  له مځکې ،هوا اوسمندره  په بشپړ ډول کلابند کړی دی . دسعودی عربستان  او په یمن کې دهغو د  متحدانو جنګ  او بلاغوښتنې  پر دې  سربیره چې د لسګونو زره  بې ګناه اوبې وزله  یمن والو د وژلو لامل شوی ،  په میلیونونو   یمن وال ئې بې کوره کړی او د دغه هیواد  بیخ بینائی تاسیسات ئې په کنډوالو بدل کړی دی .