دیمن پوځیانو دسعودی عربستان څلورسرحدی پوځیان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63729-دیمن_پوځیانو_دسعودی_عربستان_څلورسرحدی_پوځیان_ووژل
دسعودی عربستان په ورځ کې په لسګونو ځله د یمن بیلابیلې هستوګنې سیمې په څاروی ډوله بمباریو کې له خاورو سره خاورې کوی او داسې کومه ورځ نشته چې دیمن په لسګونو بې څوکه اوبې وزله کسان په وینو کې لیت پیت نه کړی . خو دبشری حقوقو دفاعی نړیوالې ادارې چُپه خوله دی او پخپلو چُپتیاؤ سره ئې د آل سعود رژیم دجنایتونو په ترسره کولو کې خپل ګډون نندارې ته وړاندې کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 19, 2018 02:07 Asia/Kabul
  • دیمن پوځیانو دسعودی عربستان څلورسرحدی پوځیان ووژل

دسعودی عربستان په ورځ کې په لسګونو ځله د یمن بیلابیلې هستوګنې سیمې په څاروی ډوله بمباریو کې له خاورو سره خاورې کوی او داسې کومه ورځ نشته چې دیمن په لسګونو بې څوکه اوبې وزله کسان په وینو کې لیت پیت نه کړی . خو دبشری حقوقو دفاعی نړیوالې ادارې چُپه خوله دی او پخپلو چُپتیاؤ سره ئې د آل سعود رژیم دجنایتونو په ترسره کولو کې خپل ګډون نندارې ته وړاندې کړی دی .

فارس خبری آژانس  د یمن  د  پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ دمبارزو کمیټیو  داطلاعا رسونې   سایټ له قوله راپور  ورکړی ،  پرون  دغه څلور  عربستانی پوځیان   دسعودی عربستان  دجنوب  په جازان  کې  په خزان لوړو کې  او د  خامضه  سیمې په جنوب کې   په خالد لوړو کې   ټارګټ شوی دی 

  دیمن دپوځ یونټونه همداراز بریالی شوی    دسعودی  عربستان په جازان  کې  په العبادیه  پوځی مرکز کې  د  یو پوځی زغروال ګاډی هم  تباه کړی .

  راپورښئ   وړمه ورځ  هم  په جازان سیمې کې  د  یمن دپوځ اوانصار ا...ولسی غورځنګ دمبارزانو  په لاس  په بیلابیلو عملیاتو کې  دسعودی عربستان پنځه  پوځیان   هلاک شوی  وو .

 داپه داسې حال کې دی چې  دسعودی عربستان  په ورځ کې په لسګونو ځله  د یمن بیلابیلې  هستوګنې سیمې په څاروی ډوله  بمباریو کې   له خاورو سره خاورې کوی او داسې کومه ورځ نشته  چې دیمن   په لسګونو بې څوکه اوبې وزله کسان په وینو کې لیت پیت نه کړی .  خو  دبشری حقوقو دفاعی نړیوالې  ادارې  چُپه خوله دی او  پخپلو چُپتیاؤ سره ئې  د آل سعود رژیم  دجنایتونو   په ترسره کولو کې   خپل ګډون نندارې ته وړاندې کړی دی .