یمني سنایپران او د سعودي د ځواکونو وژله
یمني اسنایپرانو د عربستان په جنوب کې دوه نورسعودي پوځیان ووژل .
د یمن د المیسره چینل د راپور له مخې د یمن د ولسمي کمیټو او پوځ د سنایپرانو یونټ پرون د یمن د خلکو په خلاف د سعودي د تیري ګریو په ځواب کې دوه سعودي پوځيان د عربستان د جنوب په نجران کې د الشرفه او الشبکه په اډو کې وويل .
د یمن د ولسي ځواکونو او پوځ ملاتړ یونټونو هم د الشرفه اډې په ختیځ کې په سعودي پوځیانو په ډزو سره هغوی ته یو لړ تاوانونه واړول.
د یمن د پوځ توپونو هم پرون د عربستان په جنوب کې په الضعبه او مثل العشه اډو ډزې وکړې او هغوی ته یې ډير تاوانونه واړول.
عربستان د دوه زره پینځلسم کال له مارچه د امریکا په مرسته د یمن ځمکنۍ ، هوایی او سمندري محاصره کړې ده په یمن د عربستان په حملو کې تر اوسه په لسګونو زره کسان مړه او ژوبل او په لکونو کډوال شوې دي.