یمني سنایپران او د سعودي د ځواکونو وژله
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i63911-یمني_سنایپران_او_د_سعودي_د_ځواکونو_وژله
یمني اسنایپرانو د عربستان په جنوب کې دوه نورسعودي پوځیان ووژل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2018 02:24 Asia/Kabul
  • یمني سنایپران او د سعودي د ځواکونو وژله

یمني اسنایپرانو د عربستان په جنوب کې دوه نورسعودي پوځیان ووژل .

 

د  یمن د المیسره چینل د راپور له مخې د یمن د ولسمي کمیټو او  پوځ د سنایپرانو یونټ پرون  د یمن د خلکو په خلاف د سعودي د تیري ګریو په ځواب کې دوه سعودي پوځيان د عربستان د جنوب په نجران کې د الشرفه او الشبکه په اډو کې وويل .

د یمن د ولسي ځواکونو او پوځ ملاتړ یونټونو هم  د الشرفه اډې په ختیځ کې  په سعودي پوځیانو په ډزو سره هغوی ته یو لړ تاوانونه واړول.

 د یمن د پوځ توپونو هم پرون  د عربستان په جنوب کې په الضعبه او مثل العشه اډو  ډزې وکړې  او هغوی ته یې ډير تاوانونه واړول.

عربستان د دوه زره پینځلسم کال له مارچه د امریکا په مرسته د یمن ځمکنۍ ، هوایی او سمندري محاصره کړې ده په یمن د عربستان په حملو کې تر اوسه په لسګونو زره کسان  مړه او ژوبل او په لکونو کډوال شوې دي.