د داعشی تکفیریانو ماته دمقاومت په چورلیزسره ممکنه شوه
دایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان لوړپوړی سلاکار همداراز په دې په ټینګار سره چې امریکا تل دنړیوالو قوانینو خلاف ورزی کوی ، ووئیل ؛ امریکا اوصهونیسټان د مقاومت دچورلیز په کمزوری کولو پسې دی ، خو دتیر وخت په شان به تل ناکامه وی.
زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران د درستو قواؤ د کمانډر انچیف ځانګړی سلاکار سید یحی رحیم صفوی بیګا دایران له دوهم ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی خبرو کې د سورئې په شمال کې د دیرش زره کسیز پوځی ځواک د جوړولو لپاره دمریکا نوی سناریو ته په اشارې سره ووئیل ، امریکا دخپلو ګټو لپاره په سیمې کې دتاؤتریخوالی په زیاتولو پسې ده .
هغه په دې خبرې په ټینګارسره چې امریکا داعش ترهه ګره ډله راوپنځوله ، او عربستان ، صهونیسټ رژیم متحده عربی اماراتو ،ترکیې اواردن ورځینی ملاتړ وکړ، روښانه کړې ؛ د داعش ماته د عراق اوسورئې دحکومتونو دمجاهدت او د ایران او روسیې د ملګرتیا پامته داره ده .
د امریکا په مشرۍ د داعش په ضد تش په نامه نړیوال ائیتلاف د جنورۍ پّه څوارلسمه نیټه اعلان کړی دی ، دسورئې د کردانو ترکنټرول لاندې سیمو کې د :: پولې دامنیت ځواک : په نامې سره یو سرحدی ځواک په جوړولو پسې دی . دغه ځواک به دیرش زره کسیز وی . امریکا په غیر قانونی توګه او د سورئې دحکومت له اجازت پرته ، له ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې په پلمه په سورئې کې پوځی شتون لری .
دایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان لوړپوړی سلاکار همداراز په دې په ټینګار سره چې امریکا تل دنړیوالو قوانینو خلاف ورزی کوی ، ووئیل ؛ امریکا اوصهونیسټان د مقاومت دچورلیز په کمزوری کولو پسې دی ، خو دتیر وخت په شان به تل ناکامه وی.
هغه په یمن دسعودی عربستان د یرغلونو په باب هم ووئیل ، سعودیانو تراوسه پورې په یمن کې یوه موخه هم نه ده ترلاسه کړې او یوازې د دغه بې وزله او مظلو عربی هیواد تاسیسات ئې په کنډوالو بدل کړی او په لسګونو زره بې ګناه او مظلوم ښځې او ماشومان او بوډاګان ئې په وینو کې لیت پیت کړی دی . سردار صفوی په عین حال کې وئیلی آل سعود رژیم به په یمن کې حتما ماته وخوری او پخپلو جنایتونو او کرغیړونو کارونو به پښمانه شی خو بیا ئې هیڅ ګټه نه وی .