دیمن یولس میلیون ماشومان دانسان دوستۍمرستوته سملاسی اړتیا لری
سعودی عربستان د امریکا،صهونیست رژیم او دځینو سیمه ایزو عربو رژیمونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال په مارچ کې په یمن په پوځی تیریو سره دغه بې وزله عرب هیواد د مځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او د یمن بې وزله ولس ئې ترمرګ حده رسولی او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې هم په بشپړ ډول تباه کړی او دلسګونو زره مظلومو یمن والو وینه ئې بهولې ده .
زمونږ خبریال راپورراکړ دملګروملتو دماشومانو دحقوقو دبسپنې یا یونیسف ادارې په پرونې اعلامیې کې په یمن کې انسانی اوضاع غمیزه رامینځةکونکی بلل شوی او وئیل شوی دی ، دیمن څه دپاسه یولس میلیون ماشومان د انسان دوستۍ مرستو ته ډیر اړتیا لری.
په دغې اعلامی کې همداراز په یمن کې د څښاک دسالمو ا وبو نشتوالی ، اندیښمنونکی بلل شوی او وئیل شوی دی ، د یمن څه دپاسه یو میلیون ماشومان د وبا په ناروغۍ ککړ دی .
په یمن کې د یونیسف ادارط استازی مریتکسل رلانو هم په همداوروستیو کې وئیلی دی ، دیمن د روغتیا او درملنې نظام د سعودیانو د بې امانه حملو له امله نابود شوی دی .
سعودی عربستان د امریکا،صهونیست رژیم او دځینو سیمه ایزو عربو رژیمونو په ملاتړ سره د ۲۰۱۵کال په مارچ کې په یمن په پوځی تیریو سره دغه بې وزله عرب هیواد د مځکې ،هوا اوسمندر له لارې په بشپړ ډول کلابند کړی او د یمن بې وزله ولس ئې ترمرګ حده رسولی او د دغه هیواد بیخ بینائی تاسیسات ئې هم په بشپړ ډول تباه کړی او دلسګونو زره مظلومو یمن والو وینه ئې بهولې ده .
په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی ، دیمن د انقلاب دلوړې کمیتې مشر محمدعلی الحوثی پرون په یولړ څرګندونو کې د دغه هیواد د جنوبی ولایتونو ښاریز آرامښت ته بللی او دیمن په جنوب کې ئې دنښتو د دریدا غوښتنه کړې ده . الحوثی روښانه کړې ، سعودی عربستان، دهغو ملاتړی او له تښتیدلی اومستعفی ولسمشر منصور هادی سره اړونده ځواکونه هڅه کوی ، ځینی وهابی اوغړیدلی کسان وګماری څو له هغوی د یمن دجنوب دولس دخوځښتونو په ضد ترې ناسمه استفاده وکړی ،خو دیمن ولس باید د دغوتیریګرو په لومې کې ښکیل نشی او دخپلې خاورې د دفاع لپاره دې د یمن له پوځ او ولسی مبارزانو له کمیټیو سره ملګرتیا او غږملتیا ولری .