دمصر په شمال کې کې دولس ترهه ګرهلاک شوی دی
تکفیری ترهه ګرو او افراطی ډلو دمصر سینا سیمه ، دخپلو فعالیتونو مرکز ګرځولې او په دغې سیمې کې ئې د دغه هیواد پوځ او پولیسو ته ډیرې مرګ ژوبلې هم اړولی دی .
روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی ، دمصر پوځ نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی د دغه هیواد پوځیانو د ولسمشر عبدالفتاح السیسی په حکم سره په شمالی سینا ولایت کې د عملیاتو په دوام کې د دولسو ترهه ګرو پر هلاکت سربیره دوه نوی نور ترهه ګر هم نیولی دی
دمصر پوځ په دغې اعلامیې کې وئیلی دی ، د دغه هیواد پوځیانو همداراز په سینا سیمې کې دترهه ګرو کابو شپیته پټنځایونه اومورچلې هم تباه کړی دی .
مصر پوځ دجمعې په ورځې په سینا ولایت کې له ځینو سیمو دترهه ګرو د شړلو په موخې سره یو لړ پاکونکی عملیات پیل کړی ، او پولیس او پوځ د دغو علمیاتو داجرا لپاره بشپړ تیارسی شوی دی . تکفیری ترهه ګرو او افراطی ډلو دمصر سینا سیمه ، دخپلو فعالیتونو مرکز ګرځولې او په دغې سیمې کې ئې د دغه هیواد پوځ او پولیسو ته ډیرې مرګ ژوبلې هم اړولی دی .