څلورو عربو هیوادونو بیا دقطر پرضد بیانیه خپره کړه
-
دامریکا ولسمشر او دقطر امیر په دغه ټیلي فوني تماس کښې په ټولو زمینو په تیره بیا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د دواړو هیوادونو داړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .
ایرنا خبری اژانس وایی سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو ،بحرین او مصر دیوې(۱) ګډې بیانیې په خپرولوسره قطر د فارس خلیج دملګرتیا د شورا دغړیو ترمینځ د تاوتریخوالی په زیاتولو تورن کړ .
په دغه بیانیې کښې په دې خبرې سره چې قطر باید د ښه ګاونډیتوب د اصل د رعایتولو یا د نړیوالو قوانینو د خلاف ورزۍ او له ترهګرۍ دملاتړ ترمینځ یو(۱) شی انتخاب کړی وو ویل شوی دی هغه څه چې له قطر یې غوښتنه شوی ده له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د کړچار بدلول او له هغوې سره په سمدستی ډول د مالی مرستې بندول دی .
په دغه بیانیې کښې د فارس خلیج د ملګرتیا دشورا دغړیو هیوادونو ترمینځ د تاوتریخوالی دختمولو لپاره د کویت د امیر داقداماتو دملاتړ په ترڅ کښې ویل شوی دی له قطر سره اختلاف ډیر جزیی دی او باید د کویت دهڅو په چوکاټ کښې حل شی .
قطر هم د سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو ، بحرین او د مصر ګډې بیانیې ته په ځواب کښې د ملګروملتونو د بشری حقوقو له شورا وغوښتل دقطر پرضد ددغو څلورو(۴) عربو هیوادونو ظالمانه بایکاټونه ختم کړی .
دغه بیانیې په داسې حال کښې له قطر سره د سعودی عربستان، دمتحده عربی اماراتو، بحرین او مصر ترمینځ د کړکیچ د حل لپاره دکویت په رول ټینګار کړی دی چې ددغه بیانیې له خپریدا لږ شان وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثانی سره په ټیلی فونی تماس کښې هغه ته امریکا ته د سفر بلنه ورکړه .
دامریکا ولسمشر او دقطر امیر په دغه ټیلی فونی تماس کښې په ټولو زمینو په تیره بیا له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د دواړو هیوادونو داړیکو په پراختیا ټینګار وکړ .