عربستان د ایټمی وسلو د تولیدولو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i66831-عربستان_د_ایټمی_وسلو_د_تولیدولو_هڅه_کوی
فارن پالیسی ټینګار وکړ امریکا باید د عربستان د ولیعهد محمد بن سیلمان په نمایشی اصلاحاتو دوکه نشی ځکه چی د هغه حکومت دیکتاتوری او ظالم دې او بیلا بیل مذهبی او سیاسی لږکی یې بندیان کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 05, 2018 11:00 Asia/Kabul
  • عربستان د ایټمی وسلو د تولیدولو هڅه کوی

فارن پالیسی ټینګار وکړ امریکا باید د عربستان د ولیعهد محمد بن سیلمان په نمایشی اصلاحاتو دوکه نشی ځکه چی د هغه حکومت دیکتاتوری او ظالم دې او بیلا بیل مذهبی او سیاسی لږکی یې بندیان کړی دی .

 

د امریکا فارن پالیسی خپرونې راپور ورکړ عربستان له امریکا سره په ملګرتیا کې هماغه راز د ایټمی وسلو په تولیدولو پسې دې .

نوموړی خپرونې لیکلی دی د عربستان له ردولو سره سره داسې ښکاری چی دغه هیواد د ایټمی وسلو تولید له خپلو هدفونو ګرځولی دی .

د دغه راپور په اساس عربستان د یورنیمو د پخولو د محدودیت په اړه د تفاهم لیک د یادښت په  لاسلیکولو کې مقاومت ښودلی او دا د ایټمی وسلو د جوړولو لپاره د سعودی رژیم د فیصلې ښودنه کوی .

فارن پالیسی جوته کړه عربستان  په مینځنی ختیځ کې  نه یو ثبات لرونکې او نه هم سوله غواړې هیواد دې چی د امریکا د ځانګړی پام  استحقاق ولرلې شی . نوموړی خپرونه زیاتوی چی د ټرمپ دولت سعودیان له ترهه ګرو سره په مبارزه کې خپل شریک معرفی کوی خو حقیقت دا دې چی سعودیان د ترهه ګرو ډلو د فکری مکتب خپرونکی دی .

فارن پالیسی ټینګار وکړ امریکا باید د عربستان د ولیعهد محمد بن سیلمان په  نمایشی اصلاحاتو دوکه نشی  ځکه چی د هغه حکومت دیکتاتوری او ظالم دې او بیلا بیل مذهبی او سیاسی لږکی یې بندیان کړی دی .