دعربستان ولی عهدپه مصرکې له صهونیسټی چارواکو سره لیده کاته کړی
د اسرائیل هیوم ، خپرونې د راپور په اساس ، دعربستان ولی عهد په دغې کتنې کې صهونیسټانو ته بلنه ورکړې څو دمصر په جنوب کې واقع په عقبه خلیج کې د نوی ښار په پروژې کې ګډون وکړی .
مهر خبری آژانس د اسرائیل هیوم له قوله راپور ورکړی ، ځینو خبرو سرچینو پرون راپور ورکړی ، دعربستان ولی عهد اودفاع وزیر محمد بن سلمان مصر ته پخپل سفر کې د تل ابیب اوریاض د اړیکو دعادی کولو په باب او هم له صهونیسټانو سره د : پیړۍ معاملې : نومې دامریکائی ولسمشر پلان ته دسعودی عربستان دژمنتیا په باب خبرې اترې کړی دی .
د اسرائیل هیوم ، خپرونې د راپور په اساس ، دعربستان ولی عهد په دغې کتنې کې صهونیسټانو ته بلنه ورکړې څو دمصر په جنوب کې واقع په عقبه خلیج کې د نوی ښار په پروژې کې ګډون وکړی .
د دغه راپو ر په اساس ، دسعودی عربستان ،مصر ،اردن او نیواکی فلسطین ګډو سمندری پولو ته په پام سره ، د عربستان د ماډرن ښار په پروژې کې چې صهونیسټان ئې هم یوه برخه ده ، دنړیوال چوکاټ رامینځةکول ضروری دی .
په مصر کې له صهونیسټی چارواکو سره دسعودی عرب د ولی عهد دلیدوکاتو د خبر سموالی ، په داسې حال کې د درستو رسنیو له خوا تائید شوی نه دی چې دصهونیست رژیم داطلاعاتو وزیر یسرائیل کاتس ، سعودی عربستان ته دسفر لپاره داسرائیلو له لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو څخه دبلنې لپاره دسعودی عربستان دباچا سلمان بن عبدالعزیز په څرګندې غوښتنې سره وئیلی دی ، تل ابیب د اړیکو دعادی کولو په مقابل کې ، سعودی عربستان او دفارس خلیج دحوزې نورو هیوادونو ته د امنیتی او استخباراتی اطلاعاتو کې دګډون وړاندیز کوی .
په همداوروستیو میاشتو کې له صهونیستی رژیم سره دعربانو داړیکو دعادی کیدا بهیر زیات شوی دی او دفلسیطین دموضوع په باب دسازباز لپاره د آل سعود رژی له هڅې سره په یووخت ، متحده عربی اماراتو ،مصر او بحرین هم ورته هلې ځلې پخپلو ایجڼداؤ کې راوستی دی .
یو بل خبر دا چې دصهونیسټ رژیم پارلیمان (کنسټ ) یو قانون تصویب کړی ، چې په اساس ئې د دغه جنایتکار رژیم دکورنیو چارو وزیر له فلسطنیانو دقدس تابعیّت سلبولی شی .