د قطر او اماراتو ترمینځ شخړه لا ګرمه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i67141-د_قطر_او_اماراتو_ترمینځ_شخړه_لا_ګرمه_شوې_ده
د دوحې او ابوظبۍ ترمینځ د شخړو له سختیدو سره هممهاله، قطر پرون وویل چې اماراتو یوه قطري کشتۍ تښتولې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2018 04:07 Asia/Kabul
  • د قطر او اماراتو ترمینځ شخړه لا ګرمه شوې ده

د دوحې او ابوظبۍ ترمینځ د شخړو له سختیدو سره هممهاله، قطر پرون وویل چې اماراتو یوه قطري کشتۍ تښتولې ده.

فارس خبري آژانس لیکلي چې قطر ویلي، امنیت شورا او د ملګرو ملتو سرمنشي ته یې یو لیک استولی او د اماراتو لخوا د خپل هیواد د یوې کب نیونکې کشتۍ د تښتولو خبر یې ورکړی دی.

په ملګرو ملتو کښې د قطر دایمي استازې میرمن علیاء احمد بن سیف آل ثاني  د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په دغه لیک کښې، د اماراتو د سمندري ځواک لخوا، د اتو کب نیونکو په شمول د هغوي د کشتۍ د نیولو پیښه یو ستر جنایت او په عین حال کښې خطرناک او د نړیوالو ژمنو ماتونکی اقدام بللی دی.