دحزب ا...له قدرت او پیاوړتیا امریکا او عربستان سربداله شوی دی
دحزب ا... ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی چارواکی،دمقاومت دچورلیز له مینځه وړل ناممکن وبلل او په ډاګه ئې کړِی، دمقاومت پلویان به په خورا ډیرو بدو شرائطو کې هم دحزب ا.... غورځنګ تر څنګ موجود وی او په ډاډ سره وئیلی شو چې په انتخاباتو کې به هم له مقاومته بشپړ ملاتړ وکړی .
زمونږخبریال راپور راکړ دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ د اجرائی شورا مرستیال مشر شیخ علی دعموش دحزب ا.. ولسی غورځنګ په ضد د دښمنانو وروستیو اقداماتو ته په اشارې سره وئیلی دی ، دښمنان غواړی دلبنان دپارلیمانی انتخاباتو پر نتیجو اغیزې وشیندی او په پارلیمان کې د حزب ا... او دهغه دمتحدانو درسیدا مخنیوی وکړی .
شیخ علی دعموش همداراز وئیلی دی ، امریکا ،عربستان او صهونیسټ رژیم په څرګند ډول هڅه کوی څو خلک داسلامی مقاومت دبریاؤ اود هغو دخدماتو په باب شکونو او هیرولو ته مجبوره کړی .
هغه روښانه کړې ، دلبنان حزب ا... ولسی غورځنګ دانتخاباتی سیالیو په چوکاټ کې له هیچا سره کوم جنګ نه لری ، ځکه چې دانتخاباتو قانون دهرې ډلې حق دهغه دځای ځایګی په اساس معلوموی .
دحزب ا... ولسی غورځنګ دغه لوړپوړی چارواکی وئیلی ، د مقاومت د دښمن د چورلیز په چوکاټ کې به له هغې امریکائی سعودی اوصهونیسټی پروژې سره حقیقی جنګ ته دوام ورکړی چې دمقاومت د کلابندولو او په لبنان کې ئې دنابودۍ په هڅه کې شوی دی .
هغه همداراز دمقاومت دچورلیز له مینځه وړل ناممکن وبلل او په ډاګه ئې کړه ، دمقاومت پلویان به په خورا ډیرو بدو شرائطو کې هم دحزب ا.... غورځنګ تر څنګ موجود وی او په ډاډ سره وئیلی شو چې په انتخاباتو کې به هم له مقاومته بشپړ ملاتړ وکړی .