دامریکا دفاع وزیریوځل بیاله آل سعودرژیمه دسپینې مانۍدبشبړملاتړغوښتنه کړې
د ا مریکا دمشرانو جرګې غړو برنی سنډرز ،مایک لی ا و کریس مورفی له خوا یو پلان وړاندې شوی دی.په دغه پلان کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپه غوښتل شوی دی ،له سعودی عربستانه دې دامریکاولاتړونه ودروی.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی ، دامریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس دمشرانو جرګې داکثریت لوری مشر میچ مک کنل ته د یوه لیک په لیږلو سره هغه ته خبرداری ورکړی ، د دغه شان پلان تصویبیدا، په مینځنی ختیځ کې دامریکا له ګټو سره په تضاد کې ده او له ریاض سره دواشنګټن ملګرتیا اواتحاد به له خطرې سره مخ کړی .
دامریکا دفاع وزیر د دغه هیواد دقانون جوړونې په ادارې غږ کړی ، دیمن په جنګ کې دې دسعودی عربستان څخه د واشنګټن د غوڅولو پلان رد کړی . هغه مدعی شوی دیمن په جنګ کې له ریاضه د واشنګټن دملاتړ غوڅیدا به په سیم کې د ایران دنفوذ د زیاتیدا لامل شی .
دغه پلان د ا مریکا دمشرانو جرګې غړو برنی سنډرز ،مایک لی ا و کریس مورفی له خوا وړاندې شوی دی . په دغه پلان کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپه غوښتل شوی دی ، له سعودی عربستانه دې دامریکاولاتړونه ودروی .
دملګروملتو داعلان په اساس ، په یمن دسعودی عربستان دائیتلاف حملې تر دې دمه د زرګونو یمن والو د وژل کیدا لامل شوی ، چې دنړیوالو ټولنو له خوا پرې ډیرې زیاتې نیوکې شوی دی .