دیمن دخلکو وژونکی د اوس وخت هیټلر دی
-
مقاومت نن سبا په سیمه کښې د اسرائیلو د پلانونو د پراختیا په وړاندې اساسي خنډ دی او یوه (۱)پیاوړي قلعه ګڼل کیږي .
زمونږ خبریال وایی د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله د مرکزی شورا غړی« شیخ نبیل قاووق »د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان د ایران ضد څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل دیمن د ښځو او ماشومانو پرضد دجنایتونو عامل د اوس وخت هیټلر دی او ایران نه چې له داعش سره د مقابلې لپاره یې له سوریې او عراق سره مرسته کړی ده .
د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان چې دامریکا او داسرائیلو یو(۱)ستر ګوډاګی ،دیکتاتور او بې منطقه سړی دی څو ورځې مخکې په واشنګټن کښې دامریکا له دفاع وزیر جیمز ماټیس سره په کتنې کښې ادعا وکړه عربستان د ایران او دترهګرو ډلولخوا په سیمه او نړۍ کښې له یوشمیر چیلنجونو سره مخ دی .
د لبنان دحزب الله دمرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق وویل هغه کس چې په یمن کښې یې د وینو حمام رامینځته کړی دی د وخت او دعربو هیټلر دی او که چیرې د ایران مرستې او سرشیندنې نه وائ داعش ډلې به د فارس خلیج په عربو هیوادونو کنټرول ترلاسه کاوه او حتی اروپایی هیوادونو ته به هم رسیدله .
هغه د صهیونیسټ رژیم او د امریکا ترمینځ پراخه پوځی مانوره د مقاومت(حزب الله غورځنګ ) په توان د صهیونیسټ رژیم اعتراف وباله او ویې ویل مقاومت نن سبا په سیمه کښې د اسرائیلو د پلانونو د پراختیا په وړاندې اساسی خنډ دی او یوه (۱)پیاوړی قلعه ګڼل کیږی .
دلبنان دحزب الله د مرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق په دې خبرې سره چې سعودی عربستان دپارلمان په انتخاباتو کښې په لاسوهنې ، دفهرست په جوړولو او له حزب الله سره د مقابلې لپاره د کاندیدانو په ملاتړ سره غواړی دلبنان داخلی سیاسی معادلات بدل کړی او په عراق ، سوریې او یمن کښې خپله ماتی جبران کړی ټینګار و کړ عربستان چې هرڅومره هڅه هم وکړی دلبنان داخی سیاسی معادلات به یوه(۱) ذره هم بدل نکړی .