عربستان د یمن په جنګ غټې پیسې لګوي
په یمن باندې د سعودي عربستان تپلی جنګ چې څلورم کال یې پیل شوی، په مختلفو اړخونو کښې د ریاض د حکومت لپاره ستر لګښتونه لرلي خو په عملي توګه په دې جنګ کښې خپلو سیاسي اهدافو نه دی رسیدلی.
الجزیره ټي وي چینل خبر ورکړی چې عربستان په میاشت کښې ۲۳۰ میلیون ډالر په خپلو جنګي الوتکو لګوي او په تیرو دوو کالو کښې یې کابو اته میلیارډه ډالر په یمن باندې په هوايي بریدونو لګولي دي.
فارن پالیسي امریکايي خپرندوې هم لیکلي، عربستان په تیرو شپږو میاشتو کښې یو میلیارډ او اته سوه میلیونه ډالر په پوځي سپوږمکیو لګولي دي او د ابتدايي خبرداري په ځانګړو الوتکو په یو ساعت کښې دوه نیم لکه ډالر لګوي.
ټایمز انګلیسي ورځپاڼې بیا لیکلي دي: د عربستان لپاره د جنګ لګښت په ورځ کښې ۲۰۰ میلیون ډالره دی، یعنې په تیرو دریو کالو کښې یې ۲۱۶ میلیارډ ډالر لګولي دي.