دسورئې دحلب په شاوخواکې تکفیری ترهه ګربیاسره ښکرپه ښکرشول
دسورئې پوځ له اردن سره په پولو د مسلط کیدا په لټه کې دی ، چې بې شکه به دسورئې په جنوب کې دبې پلوه سیمې درامینځةکولو لپاره د صهونیسټ رژیم هڅه ناکامه کړی .
ایرناخبری اژانس راپورورکړ د سورئې دشمال حلب په جنوبی سیمو کې په تل حدیة سیمې کې د تحریر الشام او فیلق الشام دوو ترهه ګرو ډلګیو ترمینځ سخته نښته شوې چې وئیل کیږی د دواړ و خواؤ په لسګونو ترهه ګر پکې هلاک او ټپیان شوی دی .
راپورښئ په سورئې کې له ملی پخلاینې بهیر سره دیوځای کیدا په سر د ترهه ګرو ترمینځ په اختلاف پسې ، ناپیژاندو ترهه ګرو د سورئې په جنوب کې د درعا ولایت په شمال کې په داعل ښارګی کې د ملی پخلاینې دکمیټیو مشر بشار شجادات تښتولی دی .
دغه راز وئیل کیږی ، درې ورځې مخکې هم ناپیژاندو وسلوالو کسانو ددرعا ولایت په شمال کې د دالحاره ښار دپخلاینې کمیټې غړی موسی قنبس او دغه راز په داعل ښارګی کې د دغې کمیټې یو بل غړی حامد ریاض شجادات ترور کړی دی .
د سورئې دملی پخلاینې له بهیر سره له یو ځای کیدا سره د ددرعا ولایت دځینو وسلوالو ډلو په مخالفت اودځینو په ملاتړ پسې ، تر دې دمه په درعا ولایت کې د ملی پخلاینې د کمیټیو دوویشت غړی ترور شوی دی .
دسورئې پوځ له اردن سره په پولو د مسلط کیدا په لټه کې دی ، چې بې شکه به دسورئې په جنوب کې دبې پلوه سیمې درامینځةکولو لپاره د صهونیسټ رژیم هڅه ناکامه کړی .
د سورئې په حمیمیم مرکز کې د ر وسیې دپخلاینې مرکز هم اعلان کړی ، دسورئې په جنوب کې الرکبان کیمپ ، په التنف سیمې کې د امریکا له پوځی مرکز سره دنزدیکیدا په دلیل ، په دغه هیواد کې د ترهه ګرو په پټنځای او مرکز بدل شوی دی .
الرکبان کیمپ ،دسورئې دحمص ښار په جنوب ختیځ درې سوه کلومیټرۍ کې د اردن له پولې سره نزدې او د امریکائی پوځیانو دمرکز ترڅنګ جوړشوی دی او په دغه کیمپ کې کابو اویا زره کسان چې زیاتره اوسیدونکی ئې ترهه ګر او دهغو کورنۍ دی او په دغه کیمپ کې دامریکا په حفاظت کې شپې سبا کوی .