دسوریې په ادلب کښې ترهګرو اته کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73754-دسوریې_په_ادلب_کښې_ترهګرو_اته_کسان_وژلی
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دسوریې په شمال کښې دادلب(Idlib) ولایت په مرکز کښې یوه(۱) جومات او یوه(۱) هوټل ته نږدې پرون په یوې بم چاودنې کښې اته (۸)کسان وژل شوی او دیرش (۳۰)نور ژوبل شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 22, 2018 00:42 Asia/Kabul
  • له« فوعه » او  «کفریا »شیعه میشته ښارګیو پرته د سوریې ادلب ولایت اکثره سیمې  دترهګرو په لاس کښې دي .
    له« فوعه » او «کفریا »شیعه میشته ښارګیو پرته د سوریې ادلب ولایت اکثره سیمې دترهګرو په لاس کښې دي .

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دسوریې په شمال کښې دادلب(Idlib) ولایت په مرکز کښې یوه(۱) جومات او یوه(۱) هوټل ته نږدې پرون په یوې بم چاودنې کښې اته (۸)کسان وژل شوی او دیرش (۳۰)نور ژوبل شوی .

له« فوعه » او  «کفریا »شیعه میشته ښارګیو پرته د سوریې ادلب ولایت اکثره سیمې  دترهګرو په لاس کښې دی .

دسوریې په شمال لویدیځ کښې ادلب ولایت او ښار چې له ترکیې سره سرحد لری د ۲۰۱۵ میلادی کال د  مارچ میاشتې له  اتویشتمه (۲۸)نیټې راهسې   ترهګرو ډلو نیولی دی .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې دسعودی عربستان، امریکا، انګلستان او دهغوې د نورو عربو او اروپایی متحدو هیوادونو د  ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخو یرغلونو سره دصهیونیسټ رژیم په ګټه دسیمې دمعادلاتو دبدلولو لپاره پیل شوی خو د سوریې دپوځ او دخلکو په سرشیندنې سره ددښمانانو دسیسې ناکامه شوی دی .

بل خبر دا چي امریکا بیګا دسوریې  ددیرالزور په الشعفه سیمې هوايي حملې کښې اته ملکیان وژل دي .

دا په تیرو شلو(۲۰) ورځو کې په سوریې  کې د امریکا دوهمه ستره هوايي حمله ګڼل کیږي .