دعراق ولسی ځواک د امریکا اقدام ته ځواب ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i73804-دعراق_ولسی_ځواک_د_امریکا_اقدام_ته_ځواب_ورکوی
زمونږ خبریال وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک ویاند «احمد الاسدی» د سوریې سرحد ته نږدې دامریکا په هوایی بمباریو کښې د وژل شویو کسانو د درنښت په دستورو کښې وویل دعراق د ولسی بسیج ځواک او د حزب الله د غونډونو پرضد دجنایتکارانو اقدام ته ځواب ورکول کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2018 00:57 Asia/Kabul
  • دعراق ځواکونه هیڅکله  امریکا ته په سیمه کښې دشتون اجازه نه ورکوي .
    دعراق ځواکونه هیڅکله امریکا ته په سیمه کښې دشتون اجازه نه ورکوي .

زمونږ خبریال وایی د عراق د ولسی بسیج ځواک ویاند «احمد الاسدی» د سوریې سرحد ته نږدې دامریکا په هوایی بمباریو کښې د وژل شویو کسانو د درنښت په دستورو کښې وویل دعراق د ولسی بسیج ځواک او د حزب الله د غونډونو پرضد دجنایتکارانو اقدام ته ځواب ورکول کیږی .

دامریکا یوې (۱)جنګی الوتکې د جون دمیاشتې په اولسمه (۱۷)نیټه دسوریې سرحد ته نږدې دعراق  د ولسی بسیج ځواک الحشد الشعبی د ځواکونو په مرکز په قصدی ډول برید وکړ چې له کبله یې دوه ویشت (۲۲)کسان ووژل شوی او دولس(۱۲) نور ژوبل شوی وو .

د عراق د حزب الله غونډونو  پوځی ویاند جعفر السحینی  هم ټینګار وکړ دغه وژله له صهیونیسټ رژیم سره د جنګ پیلیدل دی او دعراق ځواکونه هیڅکله  امریکا ته په سیمه کښې دشتون اجازه نه ورکوی .

د عراق د حزب الله غونډونو مخکې هم ویلی وو امریکا او صهیونیسټ رژیم په داسې حال کښې په سیمه کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې ادعا کوی چې دغو دوو(۲) هیوادونو په ځلونو دترهګرو ملاتړ کړی دی .

دعراق د ولسمشر مرستیال نوری مالکی هم وویل د امریکا  او د رسنیو د ادعا په اپوټه دامریکا  جنګی الوتکو دعراق په خاوره کښې په ولسی بسیج ځواکونو برید کړی .

دعراق د بهرنیو چارو وزارت هم دسوریې سرحد ته نږدې دعراق په ولسی بسیج ځواک حمله غندلی او هغه یې  د داعش ترهګرې ډلې ملاتړ بللی دی .