په سورئې کې څه دپاسه ۲۴زره بهرنی ترهه ګر موجود دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i74167-په_سورئې_کې_څه_دپاسه_۲۴زره_بهرنی_ترهه_ګر_موجود_دی
په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی وئیلی دی ، دترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره دمبارزې لپاره پوځی اقدامات کافی نه دی او له دې سره دمبارزې لپاره په هرډول سټراټژۍ کې باید یو کلتوری عنصر هم وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 00:09 Asia/Kabul
  • په سورئې کې  څه دپاسه ۲۴زره بهرنی ترهه ګر موجود دی

په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی وئیلی دی ، دترهه ګرۍ له سپیرې بلا سره دمبارزې لپاره پوځی اقدامات کافی نه دی او له دې سره دمبارزې لپاره په هرډول سټراټژۍ کې باید یو کلتوری عنصر هم وی .

زمونږخبریال له نیویارکه راپور راکړی ،په ملګروملتو کې داسلامی ایران دایمی سفیر غلام علی خوشرو   له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په باب  دملګروملتوپه بیګانۍ غونډې کې  ووئیل  د دغې موسسې  دراپورونو په اساس   سورئې  ته  سلو هیوادونو   څه دپاسه پنځویشت زره ترهه ګر ورغونډ شوی دی  .

 خوشرو  دغه راز زیاته کړې و  دسورئې په شمول  په بیلابیلو هیوادونو کې د ترهه ګرو پراخ شتون،  دنړیوالې ټولنې  فوری توجه ته اړتیا لری ،ځکه   په هغې نړۍ کې  چې  ترهه ګری اوترهه ګر پکې هیڅ  سرحد نه پیژنی  هر څه‎‎  له دغه سپیرۀ او جدی ګواښ  سره  مخامخ دی .

 هغه  دترهه ګرۍ دسپیرې بلا د راپنځیدا  د ریښو اود لیلونو په باب  ووئیل ،که څه  هم  ممکنه ده  ددیکتاتورۍ ، فساد ،بې وزلی  اوتوپیر په څیر دلیلونه   له ترهه ګرو ډلو سره  د یوه کس  په یوځای کیدا کې  اغیزمن وی ،خو  تجروبو ښودلې ده ،   د دغې بلا اصلی علت  هغه افراطی آئیډیالوجی ده  چې انسان  په یوه ورانکار عامل بدلوی .

  په ملګروملتو کې دایران دایمی استازی  وئیلی دی ،   له دغې سپیرې بلا سره  دمبارزې لپاره  پوځی اقدامات کافی نه دی  او  له دې سره   دمبارزې لپاره  په هرډول سټراټژۍ کې باید  یو کلتوری عنصر هم  وی .

 خوشرو وئیلی دی ، لازمه ده چې  حکومتونه   د ترهه ګرۍ  له پیچلی ښکارندې سره  مقابلې لپاره  په  دوه اړخیزه ، سیمه ایزه ونړیواله سویه په تیره بیا  داطلاعاتو  دمبادلې په زمینې کې  سره  ملګرتیا وکړی .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  ا سلامی ایران  دترهه ګرۍ قربانی دی او په تیرو څلورو لسیزو کې  څه دپاسه اولس زره  ښاریز  د  منافقینو ،القاعدې ،طالبانو اوداعشیانو  د حملو  قربانی شوی  ، ووئیل ،  په وروستیو کلونو کې  اسلامی ایران  له ترهه ګرو ګواښونو سره په مقابلې کې  خپل قانونی اوعملی  اقدامات  زیات کړی دی .