په سوریې کښې د اسرائیلو جوړې وسلې کشف شوې
-
دسوریې پوځ په دغو دوو(۲) ازادو شویو ښارګیو کښې دخپل شتون له تثبیت وروسته له هغو د ملاتړ دمرکزونو په توګه استفاده کوي .
زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې عسکرو په جنوب کښې د درعا دختیځ په خوا کښې په دوو(۲) نویو ازادو شویو ښارګیو بصرالحریر او ناحته کښې په چاڼیزو عملیاتو کښې د وسلو او مهماتو چې ځینې یې د اسرائیلو جوړ دی څو ګودامونه کشف او ضبط کړل .
د وسلو او مهماتو په دغو ګودامونو کښې بمونه ، د راکټ لانچرو ګولې ، تاو توغندی ، د ټانکونو ګولې ، هوانونه ، راکټونه او نورې ډول ډول وسلې او ماینونه شته .
دسوریې پوځ په دغو دوو(۲) ازادو شویو ښارګیو کښې دخپل شتون له تثبیت وروسته له هغو د ملاتړ دمرکزونو په توګه استفاده کوی .
د بصر الحریر او د ناحته ښارګیو ازادول د سوریې دپوځ لپاره ستر بریا ده ځکه چې دغه دوې(۲) سیمې د اردن او د اللجاه په سرحدونو کښې دترهګرو ډلو ترټولو ستر مرکزونه دی او ترهګرو ته د مرستو لارې اوس بندې شوی دی .
دسوریې د القلمون سیمې له پاکیدا وروسته کابو پینځه سوه(۵۰۰) کډوال شوی خلک له پینځو (۵)کلونو وروسته د پلازمینې دمشق په خوا کښې په ختیځ او لویدیځ القلمون کښې خپلو کورونو ته بیرته ورستنې شوی دی .