دیمن پوځ د عربستان دعسکرو په مرکزونو توغندی ویشتلی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78333-دیمن_پوځ_د_عربستان_دعسکرو_په_مرکزونو_توغندی_ویشتلی
فارس خبری اژانس وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دحملو دوام ته په غبرګون کښې په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې دعربستان دعسکرو په مرکزونو توغندوی حمله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2018 01:24 Asia/Kabul
  • که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف سوله غواړي نو  یمن په ټولو جبهو کښې د پوځي عملیاتو بندولو ته چمتو دی .
    که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف سوله غواړي نو یمن په ټولو جبهو کښې د پوځي عملیاتو بندولو ته چمتو دی .

فارس خبری اژانس وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا د سعودی عربستان د تیریګر ائتلاف دحملو دوام ته په غبرګون کښې په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې دعربستان دعسکرو په مرکزونو توغندوی حمله وکړه .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو وویل چې د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې یې ددغه هیواد د عسکرو په مرکزونو د زلزال یو(Zelzal-1) ډوله څلور(۴) توغندی ویشتلی دی .

ددغه توغندوی حملې دمرګ ژوبلو په اړه تراوسه  کوم راپور نه دی خپور شوی .

د یمن د  انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علی الحوثی هم په تیرې یکشنبې شپې ویلی وو یمن د سولې دملاتړ او د خپلو تیریو د دوام لپاره د سعودی عربستان دائتلاف  د هرډول پلمې د له مینځه وړلو لپاره د توغندیو او دبې پایلوټه  الوتکو دحملو بندولو ته چمتو دی .

محمد علی الحوثی وویل یمن دملګروملتونو د ځانګړی استازی مارټین ګریفیټس په غوښتنه د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو حملې بندوی چې په هیواد کښې د سولې لپاره فرصت برابر شی .

الحوثی په دې خبرې ټینګار سره چې د یمن د توغندیو او دبې پایلوټه الوتکو  حملې دیمن په بیخ بنایانو د سعودی عربستان دائتلاف د حملو او تیریو په وړاندې یو(۱) دفاعی اقدام دی وویل که چیرې د سعودی عربستان ائتلاف سوله غواړی نو  یمن په ټولو جبهو کښې د پوځی عملیاتو بندولو ته چمتو دی .

سعودی عربستان د نړیوالې ټولنې غوښتنې ته له پام کولو پرته هماغه راز په یمن بمباریو او حملو ته دوام ورکوی .