په یمن کې هیڅ ډول ایرانی ځواکونه شتون نه لری
په سویډن کې د یمن دسولې په خبرواترو کې د ملی نجات حکومت یوه غړی سلیم المغلس هم پرون د دغو خبرو په څنډې کې روښانه کړې ، دیمن دمستعفی او فراری حکومت مرکچی ټیم په دغو خبرواترو کې د فیصلې کولو هیڅ قدرت نه لری او دیمن د ملی نجات حکومت مرکچی ډله سعودیانو او اماراتیانو ته د مسئلو په منتقلولو کې په دغه ټیم هیڅ اعتماد نه لری
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، د یمن دانصار ا..ولسی غورځنګ ویندوی عبدالمالک العجری د سویډ په سټاکهم کې دسولې په خبرواترو کې په یمن کې د ایرانیو عسکرو دشتون په باب دسعودی تیریګر ائیتلاف ادعا بې اساسه او دروغ بللې ده .
هغه همداراز په عربستان د توغول شوو توغندیو دایرانی شونې په باب د دغه تیریګر ائیتلاف تورونو په ردولو سره ټینګار کړی ، دیمن دپوځ او مبارز ځواک په لاس استفاده شوی درست توغندی په بشپړ ډول ځای او دیمن په داخل کې تولیدیږی .
همداراز په سویډن کې د یمن دسولې په خبرواترو کې د ملی نجات حکومت یوه غړی سلیم المغلس هم پرون د دغو خبرو په څنډې کې روښانه کړې ، دیمن دمستعفی او فراری حکومت مرکچی ټیم په دغو خبرواترو کې د فیصلې کولو هیڅ قدرت نه لری او دیمن د ملی نجات حکومت مرکچی ډله سعودیانو او اماراتیانو ته د مسئلو په منتقلولو کې په دغه ټیم هیڅ اعتماد نه لری او د ریاض دغه ټیم یوازې په پلمو لټولو پسې دی او دفیصلې هیڅ وړتیا او قدرت نه لری هغه وئیلی په تعز ، الحدیده بندر یا دیمن په نورو سیمو کې اوور بند او دجګړو دریدا دې ته اړتیا لری و چې سعودیان اواماراتیان هم د خبرواترو په میز خپل استازی ولری او نیغ په نیغه خبرو کې برخه واخلی او د یمن دفراری او مستعفی ډلې دغړو تر شا دې نه پټیږی.