دیمن په صنعاکې په زرګونوخلکو دعربستان په خلاف ستره مظاهره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i78854-دیمن_په_صنعاکې_په_زرګونوخلکو_دعربستان_په_خلاف_ستره_مظاهره_وکړه
بل خبر دا چې دلبنان المیادین خبری چینل هم راپورورکړی ،په سویډ کې د یمن د سولې په خبرواترو کې دریاض پلاوی پخپلو ځیږو رودو اوکړنو او ځِل سره د تعز او الحدیده پّه باب دملګروملتو وړاندیزونه نه دی منلی ، چې دملګروملتو په چارواکو کې ئې یو لړ اندیښنې راپورته کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2018 12:21 Asia/Kabul
  • دیمن په صنعاکې په زرګونوخلکو دعربستان په خلاف ستره مظاهره وکړه

بل خبر دا چې دلبنان المیادین خبری چینل هم راپورورکړی ،په سویډ کې د یمن د سولې په خبرواترو کې دریاض پلاوی پخپلو ځیږو رودو اوکړنو او ځِل سره د تعز او الحدیده پّه باب دملګروملتو وړاندیزونه نه دی منلی ، چې دملګروملتو په چارواکو کې ئې یو لړ اندیښنې راپورته کړی دی .

 مهر خبری آژانس  دالمسیره خبری چینل  له قوله راپور راکړ  دیمن خلکو  دغه هیواد ته د خوراکی او درملیزو موادو ، تیلی  موادو دکشتیو  له ورتلو د سعودی ائیتلاف  په خنډجوړونې  په اعتراض کې د دغه هیواد په پلازمینې کې  د ملګروملتو  ددفتر په مقابل کې  مظاهره  وکړه .

 راپور ښئ  دیمن  خلکو په دغې  مظاهرې کې  دسعودی تیریګرو جنایتونه په سخته محکوم کړی او  دا ئې د بشری حقوق او نړیوالو قوانینو  ښکاره خلاف ورزۍ بللی دی .

 سعودی تیریګر ائیتلاف  دیمن  په هراړخیزې کلابندۍ سره  دغه هیواد ته د انسان دوستۍ دمرستو د ورتلو  اجازت نه ورکوی  او  د جون میاشت له دیارلسمې نیټې ئې  د الحدیده بندر د نیولو لپاره پراخ یرغلونه هم پیل کړی ، خو  تر دې دمه  هیڅ په لاس نه دی ورغلی او  هرځل ئې  درندې مرګ ژوبلې هم زغملی دی .

بل خبر دا چې   دلبنان  المیادین   خبری چینل هم راپورورکړی ،په سویډ کې  د  یمن د سولې په خبرواترو کې  دریاض پلاوی  پخپلو ځیږو رودو اوکړنو او ځِل سره  د تعز او الحدیده  پّ باب دملګروملتو وړاندیزونه نه دی منلی ، چې دملګروملتو په چارواکو کې ئې یو لړ  اندیښنې راپورته کړی دی .