د ملګروملتونو سرمنشی د یمن په خبرو کښې برخه اخلی
Dec 12, 2018 01:22 Asia/Kabul
-
دیمن د بیلابیلو لورو ترمینځ دسویډن دسولې دخبرو اترو د پیلیدا له څو ورځو تیریدا سره سره تراوسه دغو مذاکراتو کومه مهمه نتیجه نه ده ورکړي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش نن دسویدڼ په پلازمینې اسټکلهم کښې دیمن د سولې په خبرو کښې ګډون کوی .
دیمن د بیلابیلو لورو ترمینځ دسویډن دسولې دخبرو اترو د پیلیدا له څو ورځو تیریدا سره سره تراوسه دغو مذاکراتو کومه مهمه نتیجه نه ده ورکړی .
د یمن د سولې دخبرو اترو څلورم(۴) پړاو ددسمبر له شپږمې(۶) نیټې راهسې د دغه هیواد دټولو لورو او د ملګروملتونو دځانګړی استازی مارټین ګریفیتس په ګډون سره د سویډن په اسټکلهم کښې پیل شوی دی .
دیمن دکړکیچ دحل لپاره سیاسی خبرې اترې تراوسه په ځلونو د سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو او ددوې د نورو ملګرو هیوادونو د کارړنګونو په دلیل له ماتی سره مخ شوی دی .
ټیګونه