دیمن په باب په سټاکهم کې شوی خبرې هیله منونکی دی
دسټاکهم په خبرو اترو کې دیمن د انصار ا...ولسی غورځنګ دمرکچی پلاوی مشر محمد عبدالسلام دخبرو له پرونی پړاؤ ختمیدا وروسته په الحدیده بندر کې د اوور بند دټینګیدا لپاره دیوې موافقې خبر ورکړ او هیله ئې وښودله چې دیمن د مظلوم ولس کړاؤنه یمن وال په ګډه سره ختم کړی
زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت و یندوی بهرام قاسمی دسویډ په سټاکهم کې دیمن دسولې دخبرواترو د لومړنیو نتیجو په هرکلی سره دیمن د الحدیده بندر په باب شوی موافقه مهمه بللې او وئیلی ئې دی ، دغه تفاهم ښئ چې په خبرو اترو کې شاملو دیمن والو ډلو په سمه اودقت سره د یمن دمظلوم ولس بوږنونکی شرائط درک کړی دی او د انسانی مرستو ترلاسه کولو ته ئې پر خپلو ګوندی ګټو ترجیح ورکړی دی . بهرام قاسمی هیله ښودلې ، دیمن الحدیده بندر او دغه راز نور بندرونه او د صنعا پشمول هوائی ډګرونه زر ترزره د یمن د ولس د کړاؤ او دردونو دکمولو په خاطر د انسان دوستۍ د مرستو دترلاسه کولو لپاره تیارې شی . هغه دغه راز زیاته کړې هیله مند یوو ، د نهائی موافقې دترلاسه کولو پاره په نزدې راتلونکی کې دخبرواترو د ورپسې پړاؤ په خاطر دلازمې زمینې او اجرائی کیدا په چوکاټ او مهال ویش کې دتفاهمونو ترلاسه کیدا برابره شی .
داپه داسې حال کې دی ، چې دسټاکهم په خبرو اترو کې دیمن د انصار ا...ولسی غورځنګ دمرکچی پلاوی مشر محمد عبدالسلام دخبرو له پرونی پړاؤ ختمیدا وروسته په الحدیده بندر کې د اوور بند دټینګیدا لپاره دیوې موافقې خبر ورکړ او هیله ئې وښودله چې دیمن د مظلوم ولس کړاؤنه یمن وال په ګډه سره ختم کړی
خو وروستی راپورونه ښئ چې له دغې موافقې سملاسی وروسته دآل سعود رژیم جنګی الوتکو یو ځل بیا د یمن دالحدیده ښار ځینی سیمې سختې بمباری کړی او ستر تاوانونه ئې ا ړولی دی .