دیمن پوځ دعربستان په جنوبی برخو بیا توغندی وویشتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79088-دیمن_پوځ_دعربستان_په_جنوبی_برخو_بیا_توغندی_وویشتل
دیمن دسولې دخبرواترو شپږم پړاؤ د دسمبر په شپږمه نیټه د سویډ په سټاکهم کې د یمن په چارو کې د ملګروملتو دځانګړی استازی مارتین ګریفیټس په مشرۍ د یمن والو لورو په شتون سره پیل شوی او د دسمبر تر دیارلسمې پورې دیمن په لویدیځ کې په الحدیده کې داوور په باب له یوې موافقې سره پای ته رسیدلی دی .. الحدیده بندر دیمن مظلوم ولس ته د انسان دوستۍ دمرستو دلیږدولو یوازینۍ تر ټولو اصلی لاره ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 21, 2018 13:09 Asia/Kabul
  • دیمن پوځ دعربستان په جنوبی برخو بیا توغندی وویشتل

دیمن دسولې دخبرواترو شپږم پړاؤ د دسمبر په شپږمه نیټه د سویډ په سټاکهم کې د یمن په چارو کې د ملګروملتو دځانګړی استازی مارتین ګریفیټس په مشرۍ د یمن والو لورو په شتون سره پیل شوی او د دسمبر تر دیارلسمې پورې دیمن په لویدیځ کې په الحدیده کې داوور په باب له یوې موافقې سره پای ته رسیدلی دی .. الحدیده بندر دیمن مظلوم ولس ته د انسان دوستۍ دمرستو دلیږدولو یوازینۍ تر ټولو اصلی لاره ده .

 المسیره ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ،  دیمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  توغندوی یونټ  بیګا  د عربستان  په جنوب کې په جیزان ولایت کې  په الخوبه سیمې  کې  د عربستان  دپوځ مورچلې   په  الزلزال یو ډوله  دوو توغندیو وویشتې .

 راپور ښئ وړمه شپه هم د یمن د پوځ او ولسی مبارزوکمیټیو د توپونو یونټونو هم   په جیزان کې  د الخوبه  په ختیځ او د جبل الدود په شاوخوا کې د سعودی تالی څټو  پرمورچلو درندې ډزې کړی چې یو شمیر مرګ ژوبلې ئې آړولی دی .  

دیمن د وسلوال پوځ  ویندوی  تورن جنرال  یحیی سریع  پرون ناوخته وئیلی دی ،   په الحدیده ښار  کې  د اوور بند  په دریمې ورځې  هم  دسعودی تیریګرائیتلاف جنګی الوتکو   خلاف ورزی کړی  او د دغه ښار ځینی  برخې ئې بمباری کړی دی .

 هغه وئیلی دی ،  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د آل سعود رژیم  جنګی الوتکو  دیمن په بیلابیلو سیمو کې  ۳۹ځله بمبارۍ کړی دی .