په قدس دصهونیسټانو په حملې د ملګروملتو سخت اعتراض
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i79969-په_قدس_دصهونیسټانو_په_حملې_د_ملګروملتو_سخت_اعتراض
دملګروملتو پریکړه لیکونو د بیت المقدس پشمول دفلسطین په نیواکی سیمو کې د اسرائیلو هرډول نیواک او لاسوهنې منع کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 28, 2019 12:02 Asia/Kabul
  • په قدس  دصهونیسټانو په حملې د ملګروملتو سخت اعتراض

دملګروملتو پریکړه لیکونو د بیت المقدس پشمول دفلسطین په نیواکی سیمو کې د اسرائیلو هرډول نیواک او لاسوهنې منع کړی دی .

 دمینځنی ختیځ دسولې په بهیر کې د ملګروملتو دسرمنشی ځانګړی استازی نیکلای ملادینوف  د قدس شریف په شمال کې  په یوه کلی  د صهونیسټ میشته ښارګوټی  داوسیدونکو  حمله  شاک رامینځةکونکی  او   د نه منلو وړ ده .

 د  پیړۍ  دمعاملې په نامې سره  دخپلو دسیسه ګر پلان نندارې ته د وړاندې کولو  او اجرا کولو لپاره د امریکا  له نوو خوځښتونو سره په یو وخت  په نوی میلادی کال کې  په بیت المقدس  د  صهونیسټانو دتیریو  دوام لازیات  او سخت شوی دی .

 په دې توګه بیت المقدس  په نوی کال کې  د  دهغه د اسلامی هویّت د له مینځه وړلو  لپاره د صهونیسټ میشته ښارګوټی  د  اوسیدونکو او د صهونیسټی پوځیانو په مرکز بدل شوی دی .

  دامریکا  دولسمشر ډونالډ ټرمپ   واک ته له رسیدو وروسته  دفلسطین  بدلونونو ته په کتنې سره  پوهیدلی شو چې    د ټرمپ  دغرضی  چلندونو او پلانونو او  له اسرائیلو څخه دامریکا د هراړخیزو ملاتړونو   داعلانیدا  په سیوری کې  د فلسطینیانو په ضد  دصهونیسټی رژیم  سلطه غواړی اقداماتو لاپراخ اړخونه غوره کړی دی .

 په دغه شان شرائطو کې  دی ، چې  صهونیسټی رژیم   دامریکا  په شنې اشارې سره  پر قدس  دلازیاتې سلطې لپاره  د یوې  لارې دنقشې په برابرولو او پرمخ بیولو بوخت دی ،د دغه شان دسیسه ګر سیاست او ملګرتیا،  د ویرې او وحشت  د رامینځةکولو  لپاره په سیمې کې د پوځی  انډول د بدلولو په چوکاټ کې  دامریکا  له خوځښتونو سره سم  داسرائیلو  د سلطه غوښتنې  زیاتیدا، دسیمې په هیوادونو  د پیړۍ دمعاملې  دپلان  دمنلو په خاطر دی .

 دپیړۍ د معاملې  یو اصلی چورلیز  د قدس موضوع ده  او  د دغه پلان  داجرا کیدا په بڼه کې  به   فلسطینیان  له  هر څه مخکې  قدس له لاسه ورکړی .

د دغه شان دسیسې په چوکاټ کې  ډونالډټرمپ  ،پر قدس  دصهونیسټ رژیم دلازیاتې سلطې لپاره   دشرائطو  دبرابرولو لپاره  قدس ته د امریکا سفارت منتقل کړ.. اسرائیلو  هم په پلان شوی  او څرګند  ډول   دسیمې له اوسنیو حالاتو څخه  په استفادې سره   دقدس  دیهودی کولو دپلان  په بشپړولو بوخت دی .

تر ۲۰۲۰ کال پورې  د قدس   په بشپړ ډول د یهودی کولو ل لپاره  دڅه دپاسه پنځلس میلیارډ ډالرو په بیلولو  کې  د بینیامین نتن یاهو دافراطی کابینې  څه موده مخکې اقدام ، پر قدس د خپلو سلطه غواړو  سیاستونو دپرمخ بیولو لپاره  د دغه رژیم  دخوځښتونو یوه برخه ده .

 په وروستیو کلونو کې  دقدس په باب داسرائیلو خوځښتونه، لا سلطه غواړی شوی  او پر قدس د بشپړ سلطې لپاره  د دغه  نیواکګر رژیم  له لازیاتو ظرفیّتونو داستفادې لپاره  د دغه رژیم دسپیرو خوځښتونو  ښودنه کوی .

  قدس او دهغه زړۀ یامینځ،الاقصی جومات،هیڅکله دافراطی صهونیسټانو  له تاوانونو اوسپیرو اقداماتو خوندی نه دی .

 په ټول کې  دنیواکی قدس  دیهودی  کولو په موخې سره  داسرائیلو  د اقداماتو سختیدا ، د نړیوالو قوانینو اوتړونونو   ښکاره خلاف ورزی ده .  دملګروملتو پریکړه لیکونو د بیت المقدس پشمول  دفلسطین په نیواکی سیمو کې  د اسرائیلو   هرډول نیواک او لاسوهنې منع کړی دی .

  پر بیت المقدس  د سلطې لپاره د وحشی صهونیسټی  رژیم په سلطه غواړو اقداماتو  غبرګونونه ،  په فلسطنیانو اونړیوالو  دخپلو نیواکګرو سیاستونو  په منلو کې  د دغه بې شرمه رژیم   دناکامۍ ښودنه کوی .