عربو هیوادونو د اسلامی امت ستر سپکاوی کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80437-عربو_هیوادونو_د_اسلامی_امت_ستر_سپکاوی_کړی_دی
زمونږ خبریال وایی دبحرین دعلماو اتحاد د« وارسا »په غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په څنګ کښې د عربو هیوادونو د چارواکو په ګډون دنیوکې په ترڅ کښې دغه چاره له اسلامی امت سره ترټولو ستر خیانت وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2019 02:02 Asia/Kabul
  • د عربو هیوادونو چارواکو د وارسا په غونډې کې په ګډون کولو سره ماتي وخوړله .
    د عربو هیوادونو چارواکو د وارسا په غونډې کې په ګډون کولو سره ماتي وخوړله .

زمونږ خبریال وایی دبحرین دعلماو اتحاد د« وارسا »په غونډې کښې د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو په څنګ کښې د عربو هیوادونو د چارواکو په ګډون دنیوکې په ترڅ کښې دغه چاره له اسلامی امت سره ترټولو ستر خیانت وباله .

د بحرین علماو د یوې(۱) بیانیې په خپرولو سره د وارسا په غونډې کښې د خپل هیواد د خارجه وزیر خالد بن احمد او د نورو عربو هیوادونو د چارواکو په ګډون نیوکې سره وویل له صهیونیسټ رژیم سره ائتلاف چې د مسلمانانو ځمکې یې نیولی دی  او دسپیڅلیو ځایونو په سپکاوی کولو سربیره ښځې او ماشومان وژنی یو(۱) ستر خیانت ګڼل کیږی .

دبحرین علماو په دغه بیانیې کې وویل د عربو هیوادونو چارواکو د وارسا په غونډې کې په ګډون کولو سره ماتی وخوړله هماغه ډول چې په خپلو ټولو پخوانیو دسیسو کښې یې ماتی خوړلی ده هغوې(عربو هیوادونو ) د  صهیونیسټ رژیم او د امریکا لخوا له سپکاوی  او د میلیونو ډالرو له چورتالان کولو پرته بله ګټه نه ده لرلی .