دالاقصی جومات په ضد نوی دسیسې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80473-دالاقصی_جومات_په_ضد_نوی_دسیسې
فلسطینیانو ښودلې ده چې اسلامی سپیڅلتیاؤ په ضد دصهونیسټ رژیم اقدامات نه زغمی.په وروستیوکلونوکې دقدس په ملاتړ کې د صهونیسټی ضد اعتراضونو زیاتیدا چې فلسطینیۍ ټولنې دا ، د دریمې انتفاضې یا دقدس دنوی انتفاضې په عنوان سره د انتفاضې نوی مرحله یادوی،ددغه شان واقعیّت ښودنه کوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 21, 2019 11:33 Asia/Kabul
  • دالاقصی جومات په ضد نوی دسیسې

فلسطینیانو ښودلې ده چې اسلامی سپیڅلتیاؤ په ضد دصهونیسټ رژیم اقدامات نه زغمی.په وروستیوکلونوکې دقدس په ملاتړ کې د صهونیسټی ضد اعتراضونو زیاتیدا چې فلسطینیۍ ټولنې دا ، د دریمې انتفاضې یا دقدس دنوی انتفاضې په عنوان سره د انتفاضې نوی مرحله یادوی،ددغه شان واقعیّت ښودنه کوی .

 د  فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی  دفتر مشر  اسماعیل هنیه  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  نننۍ جمعې ورځ د مسجد الاقصی د ساتنې لپاره  د دغه جومات په لور د فلسطین دملت  خوځښت  او حرکت  اعلان کړ او  دفلسطین ملت ته ئې بلنه ورکړه د  الاقصی جومات د ساتنې لپاره  د دغه پاک  اوسپیڅلی  ځای په لور په صفونو کې هوډمن  حرکت وکړی.

  د حماس غورځنګ  د سیاسی دفتر مشر ووئیل ،  په قدس نیواکی ښار  او الاقصی جومات کې  د صهونیسټانو  اقدامات او دغه راز الاقصی  جومات  د باب الرّحمه او ځینو نورو موسسو تړل،ددغه جومات دسپیڅلی ځای  دویشلو او ورباندې دسلطې لپاره د نوو شرائطو درامینځةکولو   موخې نندارې ته وړاندې کوی.اسماعیل هنیه وئیلی دی،دالاقصی جومات په ضد د صهونیسټانو خطرناکه او وروستۍ حمله د وارسا  له کنفرانس وروسته  شوې  ده،ځکه نیواکګر مشران  ددغه کنفرانس له لارې ګمان کړی ، له دوی سره د  عربو هیوادونو  داړیکو دعادی کولو په دیوال کې درزونه رامینځةکړی دی . د وارسا کنفرانس ، په سیمې کې دمقاومت کمزوری کول او له اسرائیلو سره دعربو هیوادونو داړیکو دعادی کولو دبهیر  پرمخ بیولل او په مینځنی ختیځ   باندې د  امریکا او اسرائیلو  دسلطې لپاره  دنقشې ټاکل دی.دامریکا له دسیسو سره  دمخامخیدنې په ټولو ډګرونو کې  دسیمې د خلکو هوښیار او ځیر شتون او  د مقاومت  ورځ تر بلې زیاتیدونکی قدرت  ته په پام سره به، دغه دسیسې په یوې بلې پسې  ناکامې شی .  خو په اوسنیو شرائطو کې  چې   د امریکا  دسیسې   په نړیوال ډګر کې  د دغه هیواد  نوو فضا جوړونو په چوکاټ کې  لاپراخې شوی دی ،  ددغو دسیسو  په وړاندې داسلامی نړۍ او فلسطینیانو دلازیاتې هوښیارۍ او ځیرتیا ضرورت  زیات شوی دی .  د وارسا کنفرانس  داسلامی نړۍ په ضد  دخپلو دسیسو دلازیاتولو لپاره  اسرائیلو ته دامریکا  دشنې  اشارې په معنا دی  او  په دې چوکاټ کې د  الاقصی جومات په وړاندې  دهغوی سلطه غواړی  خوځښتونه  د جاجونې وړ دی .  په سیمې کې د  صهونیسټی رژیم  ددسیسو نوی  دور ،  دالاقصی جومات  د زمان او مکان  د ویشلو  په چوکاټ کې ددغه پراختیا غواړی  رژیم د دوکه بازو او زیاتیدونکو  حرکتونو په چوکاټ کې ترسره کیږی .  په وروستیو کلونو کې د الاقصی جومات  دزمان اومکان    ویشل ، د اسرائیلی چارواکو په ایجنډا کې  ورغلی دی  او اوس پر دغه اسلامی سپیڅلی ځای  د سلطې د خورولو لپاره  د دغه رژیم تدارکات او  دصهونیسټانو د شتون  د وخت په زیاتولو سره ، د صهونیسټی رژیم  په وسیله  د فلسطین  دملت دحقوقو چخڼی کول زیات کړی دی . صهونیسټ رژیم  په کال کې  کابو تر دوو سوو ورځو پورې  الاقصی جومات ته  د ورتلو  اجازت نه ورکوی ،د ځای له نظره هم ،  صهونیسټ رژیم  په اوسنی وخت کې  پخپلو  ادعاګانو سره ، هڅه کوی ، دالاقصی جومات  د صحنونو دفضا  څه دپاسه شپیته فی صدی برخه   دصهونیسټانو په اختیار کې ورکړی .

 داپه داسې حال کې دی ، دهغې موافقې په اساس چې  په ۱۹۹۴کال کې  د اردن او صهونیسټ رژیم ترمینځ لاسلیک شوی ،  ټاکل شوې ،  چې  دالاقصی جومات په انګڼ کې د صهونیسټانو عبادت منع شی . یونیسکو موسسې  هم  په یوې مصوبې سره په قدس په تیره بیا په الاقصی جومات  تږ  سپیڅلو ځایونو سره  د یهودیانو هر ډول تاریخی  ،دینی اویا کلتوری  رابطه  رد کړې  او الاقصی جومات ئې، دمسلمانانو لپاره یو سپیڅلی ځای بللی دی .  الاقصی جومات،د فلسطینی  اسلامی  هویّت  داصلی بیلګې په توګه  بیت المقدس ښار ،تل  د صهونیسټ رژیم  د ویجاړونکو اقداماتو په نښه د ی .  دا په داسې شرائطو کې دی ، چې  فلسطینیانو ښودلې ده  چې    اسلامی سپیڅلتیاؤ په ضد دصهونیسټ رژیم اقدامات نه زغمی.په وروستیوکلونوکې دقدس په ملاتړ کې د صهونیسټی ضد اعتراضونو زیاتیدا چې فلسطینیۍ ټولنې  دا ، د  دریمې  انتفاضې  یا دقدس دنوی  انتفاضې په  عنوان سره د انتفاضې   نوی مرحله  یادوی،ددغه شان واقعیّت  ښودنه  کوی .