د اسرائیلو جنګی الوتکو نن په غزې برید وکړ
-
دصهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو او توپونو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې کړي دي .
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار د فلسطین په غزې تړانګې توغندوی بریدونه وکړل .
د فلسطین سرچینو وویل د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو د غزې تړانګې په مرکز کښې په دیر البلح او په شمال کښې د بیت لاهیا په لویدیځ کښې د مقاومت دځواکونو په مرکزونو بمبارې وکړې .
له دغه حملې وروسته د فلسطین په غزې کښې د څو سختو چاودنو غږوه واوریدل شول .
تراوسه داسرائیلو ددغه حملې د مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .
دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو او توپونو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې کړی دی .
صهیونیسټ رژیم له ۲۰۱۷ میلادی کال راهسې د فلسطین په غزې تړانګې دهوایی حملو نوی پړاو په ایجنډې کښې راوستلی دی او له کبله یې تراوسه په زرګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی دی .
د فلسطین مقاومت هم بیګا دصهیونیسټ رژیم جنایتونو او تیریو ته په ځواب کښې د نیواکی فلسطین په جنوب کښې په اشکول صهیونیسټ میشته ښارګی توغندوی حمله وکړه چې دمرګ ژوبلو په هکله یې کوم راپور نشته .