د اسرائیلو جنګی الوتکو نن په غزې برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i80824-د_اسرائیلو_جنګی_الوتکو_نن_په_غزې_برید_وکړ
العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار د فلسطین په غزې تړانګې توغندوی بریدونه وکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2019 02:54 Asia/Kabul
  • دصهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو او توپونو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې کړي دي .
    دصهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو او توپونو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې کړي دي .

العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو نن سهار د فلسطین په غزې تړانګې توغندوی بریدونه وکړل .

د فلسطین سرچینو وویل  د صهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو د غزې تړانګې په مرکز کښې په دیر البلح او په شمال کښې د بیت لاهیا په لویدیځ  کښې د مقاومت دځواکونو په مرکزونو بمبارې وکړې .

له دغه حملې وروسته د فلسطین په غزې کښې د څو سختو چاودنو غږوه واوریدل شول .

تراوسه داسرائیلو ددغه حملې د مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .

دصهیونیسټ رژیم جنګی الوتکو او توپونو په تیرو څو ورځو کښې په ځلونو د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو حملې کړی دی .

صهیونیسټ رژیم له ۲۰۱۷ میلادی کال راهسې د فلسطین په غزې تړانګې دهوایی حملو نوی پړاو په ایجنډې کښې راوستلی دی او له کبله یې تراوسه په زرګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل شوی دی .

د فلسطین مقاومت هم بیګا دصهیونیسټ رژیم جنایتونو او تیریو ته په ځواب کښې د نیواکی فلسطین په جنوب کښې په اشکول صهیونیسټ میشته ښارګی توغندوی حمله وکړه  چې دمرګ ژوبلو په هکله یې کوم راپور نشته .